د کابل د حوزې یو شمېر اعتراض کوونکو کاندیدانو نن د شنبې په ورځ د ملي شورا دروازه وتړله.
دوی د ملي شورا مخې ته راټول شوي او د دغې شورا غړي ننوتو ته نه پرېږدي.
په پام کې وه چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي انتخابات د شنبې په ورځ وشي، خو دغو معترضو کاندیدانو يې مخه ونیوله.
اعتراض کوونکي ټینګار کوي، تر کومه چې د کابل د حوزې د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان نه شي، نه پرېږي چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي انتخابات ترسره شي.
د دوی له ډلې الله ګل مجاهد او حفیظ الله جلیلي وایي:
"له ولسمشر، اجرائیه رئیس او د ۳۲ ولایتونو له استازو غواړو، تر هغې چې د کابل د حوزې نتایج اعلان نه شي، د اداري پلاوي انتخابات دې نه کوي، زموږ موکلینو او د کابل اوسېدونکو له دې امله مظاهره کړې او سناتورانو او د دولسي جرګې غړو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي."
"زموږ اعتراض به تر هغه دوام وکړي چې د پارلمان غړي، د حکومت مشرتابه او انتخاباتي کمېسیونونه مو غږ واوري."
د ویلو ده چې معترض کاندیدان هغه کسان دي چې د کابل د انتخاباتو په لومړني لېست کې بریالي اعلان شوي وو.
د دغو کاندیدانو په خبره، د ولسي جرګې د اداري پلاوي انتخابات د قانون خلاف دي.
د دغو کاندیدانو ځیني پلویان هم وايي، تر کومه چې د کابل د حوزې وروستي نتایج اعلان نه شي، اجازه نه ورکوي چې د پارلمان دروازه خلاصه شي.
دوی وویل:
"بهیر مومند یم، موږ هېڅ کله اجازه نه ورکوو چې اداري پلاوی دې انتخابات وکړي او غونډې جوړې کړي، ان د سنا دروازې به هم وتړو."
معترض کاندیدان او د دوی پلویان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې څومره چې ژر کېږي، د کابل د انتخاباتو وروستي نتایج دې اعلان کړي.
مخکې له دې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ ویلي چې د کابل حوزې د انتخاباتو نتایج به د شنبې یا یکشنبې تر ورځې اعلان شي.
د ولسي جرګې ځینو غړو چې ملي شورا ته یې د ننوتو اراده درلوده، ویل یې چې مظاهره کوونکو اجازه نه ده ورکړې.
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی ظاهر سالنګي وايي:
"موږ نیت درلود چې نن تالار ته ننوځو، معترضینو د اعتراض په توګه دروازه تړلې ده، تصمیم دا و چې د اداري پلاوي انتخابات وشي، خو د کابل ښاریانو له اعتراضونو سره مخ شو."
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات تېر کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول چې په کندهار کې بیا په یوه اوونۍ ځنډ سره وشول، خو د کابل حوزې نتایج د شپږو میاشتو په تېرېدو سره بیاهم اعلان شوي نه دي.
په ولسي جرګه کې د کابل د وکیلانو ونډه ۲۴ نارینه او ۹ ښځې دي چې څه باندې ۸۰۰ کسانو ورته ځانونه کاندید کړي وو.
راپور: خان محمد سیند