د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

افغان کډوال په ایران کې له کومو ستونزو سره مخ دي؟


آرشیف/ افغان کډوال له ایرانه د ستنېدو په حال کې Source: Jalil Rezayee (EPA-EFE)
آرشیف/ افغان کډوال له ایرانه د ستنېدو په حال کې Source: Jalil Rezayee (EPA-EFE)

له ایرانه یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال وايي، د امریکا له لوري په ایران له بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې په مېشتو افغان کډوالو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي.

۲۴ کلن ارش یو له هغو افغانانو دی چې تازه له ایرانه راستون شوی.

دی په هغه هېواد کې د افغانانو د ستونزو کیسې لري او وایي:

"په ایران کې افغان کډوال د زدکړې حق نه لري، ان په ګرځېدو یې هم بندیز دی او افغانان په پټه ګرځي، که چېرې بهر کوم افغان وګرځي، پولیس یې نیسي او بیا یې شړي، کله چې یو افغان کډوال ناروغ شي، روغتون یې په سختۍ مني، ااه بیا څو چنده ډېرې پیسې اخلي."

ارش چې څلور کاله یې په ایران کې تېر کړي، واده لري او په کابل کې اوسېږي، وایي:

"زه د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکی وم چې ایران ته لاړم، ځکه چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وم او په قاچاقي لارو ایران ته لاړم، د لارې په اوږدو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوم او ۱۲ ورځې وروسته ایران ته ورسېدم."

ارش وايي، د کارګرو افغانانو معاشونه هلته ډېر کم دي، په اکثرو مواردو کې د دوی معاشونه د ایرانیانو له لوري نه ورکول کېږي او په بېلابېلو پلمو له کاره ویستل کېږي.

ده زیاته کړه:

"په ځنیو مواردو کې د کار خاوندان د افغانانو د کار په بدل کې پیسې نه ورکوي، حتی د یو کال ورسره پاتي وي، که چېرې پیسې وغوښتل شي، ګواښونه کوي، که غږ پورته کړي پولیس خبروي، ما خپله هم په یو پارکېنګ کې کار کاوه، د کار خاوند پیسې را نه کړې او له کاره یې هم ګوښه کړم."

نوموړی دا اندېښنې داسې مهال مطرح کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې نږدې ۱۳ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۷۹۹۰ په زوره ایستل شوي دي.

ایران په دې ورستیو کې دا خبرداری هم ورکړی چې د امریکا له لوري د بندیزونو په زیاتیدو سره ممکن له افغان کډوالو وغواړي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

تردې مخکي هم له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو د ناوړه چلند په تړاو راپورونه خپاره شوي دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه په افغانستان کې د ایران د سفارت نظر هم واخلو، خو څوک خبرو ته حاظر نه شول.

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې افغان کډوال په ایران کې تر ډېره روغتیايي ستونزې لري.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

​ده وویل:

"په تېر کې هم روغتیايي ستونزې موجودې وې، یعنې افغان کډوالو بیمه نه لرله، کډوالي خپلې ستونزې لري، خو وروسته له هغې چې ایراني چارواکو سره خبرې وشوې، د زده کړو په برخه کې ستونزه هواره شوې ده او افغان ماشومان له تېرو درېیو کلونو راهیسې ښوونځيو ته ځي."

ښاغلي بلخي له ایرانه په زوره د افغان کډوالو ایستلو ته په اشارې سره وايي، د افغانستان حکومت په زوره د افغان کډوالو د ایستلو مخالف دی او که چېري افغانان په داوطلبانه توګه هېواد ته راستنېږي، حکومت ورته چمتووالی لري او د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره یې هم هڅې کوي.

راپور: ناجیه ساپي

XS
SM
MD
LG