د خط نو سازمان وايي چې په بلخ کې د کوکنارو کښت زیات شوی او وسله وال طالبان د مخدره توکو له عمده پلورونکو او قاچاق کوونکو څخه دي.
د خط نو سازمان مشر محمد قادر مصباح ازادي راډیو ته وویل چې په بلخ کې په روان کال کې له ۲۱ زره هکتاره پر ډېره ځمکه مخدره توکي کرل شوي چې په کښت، تولید او قاچاق کې یې پر طالبانو سربېره غیر مسئول وسله وال او سیمه ییز زوراکي هم لاس لري.
د مصباح په خبره چې نه یوازې د بلخ په نا امنو سیمو کې، بلکې د دولت تر حاکمیت لاندې ساحو کې هم کوکنار کرل شوي دي.
ده وویل:
"په لویه پیمانه د بلخ په نا امنو سیمو کې مخدره توکي کرل شوي او حتی په هغو ولسوالیو کې چې ادعا کېږي امنې دي، هلته هم کوکنار کرل شوي دي، د پولیسو د پوستو او مرکزونو ترڅنګ هم د مخدره توکو کښت شوی."
د خط نو سازمان د مشر په خبره چې د کښت شویو کوکنارو د حاصلاتو له راټولولو مخکې وسله والو طالبانو بزګرانو ته پیسې ورکړې دي او په خبره یې چې له همدې امله تر نور ډېر وسله وال طالبان د مخدره توکو په قاچاق کې شامل دي.
د دې بنسټ مشر محمد قادر مصباح زیاته کړه چې د طالبانو او غیر مسئولو وسله والو یا سیمه ییزو زوراکو ترمنځ د مخدره توکو د پېر او پلور پر سر د ګټو د تضاد په خاطر د بلخ په یو شمېر ولسوالیو کې ناامني زیاته شوې.
مصباح وویل:
" هغو بزګرانو کوکنار هم کرلي چې په خپل واک کې نه دي، نه یوازې د باج اخيستنې موضوع، بلکې له مخکې د خرڅلاو مسئله هم ده، داسې کروندګر هم شته چې له مخکې یې پیسې اخیستي او مصرف کړې یې دي، نو باید یې په بدل کې مخدره توکي ورکړي، د زورواکو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په ولسوالیو کې عملاً نښتې دوام لري. "
د خط نو بنسټ مشر د بلخ ځیني دولتی چارواکي هم د مخدره توکو په کښت او د چاقاق کوونکو په ملاتړ تورنوي، خو هغه د خپلو ادعاو په اړه اسناد وړاندې نه کړل.
په همدې حال کې د بلخ امنیتي چارواکي د دې ولایت په زرګونه هکتار ځمکه کې د مخدره توکو کښت تأییدوي او وايي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کوکنار کرل شوي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل د مخدره توکو په قاچاق او کښت کې د محلي ادارې د ځینو چارواکو لاس لرل نه رد او نه هم تأیید کړل.
د بلخ د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د مخدره توکو د کروندو د له منځه وړلو او د قاچاق د مخنیوي په خاطر یې په ناامنو سیمو کې د وسله والو طالبان او غیر مسئولو وسله والو په وړاندې د شاهین ۲۰۴ پوځي عملیات پیل کړي.
هغه وویل:
" د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په خاطر زمونږ پلان دا دی چې په ناامنو سیمو کې چې مخالفین حضور لري، هغه ساحې تصفیه کړو او وروسته د مخدره توکو ضد ځواکونه به د کوکنارو کروندې وېجاړې کړي."
د معلوماتو پر اساس چې د بلخ په ناامنو ولسوالیو لکه چهاربولک، چمتال، کشنده، شولګره، شورتپه او دولت اباد کې په زیاته کچه کوکنار کرل شوي دي.
سره له دې چې طالبان د یادو ادعاو په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې مخکې د یادې ډلې غړو تل د مخدره توکو په کښت او قاچاق کې خپل لاس لرل رد کړي.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی