د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

په کندز کې ځينې کورنۍ ولې خپل ماشومان نه واکسین کوي؟


ارشیف، د واکسین د تطبیق په حال کې د یوې افغانې ماشومې انځور
ارشیف، د واکسین د تطبیق په حال کې د یوې افغانې ماشومې انځور

په کندز کې ځینې کورنۍ د پوهاوې د کچې د ټيټوالی له کبله خپل ماشومان نه واکسینوي.

په کندز کې د پولیو د واکسین یو شمېر رضاکار واکسیناتوران وايي چې د دغه ولایت په لېرې پرتو سیمو کې ځینې کورنۍ د پوهاوي د کچې د ټيټوالي او د بې پروايۍ له کبله خپل ماشومان نه واکسینوي.

رضاکار واکسیناتور عبدالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ چې کله لېرې پرتو سیمو ته ځو، ځینې کورنۍ دي چې نه غواړي خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه دوی ته د دغه واکسین په اړه ناسم او غلط راپورونه ورکړل شوي چې ګواکې ماشومانو ته ضرر رسوي، خو ډېری کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي، بیا ځینې ورڅخه ډډه کوي."

ارشیف، د واکسین د تطبیق په حال کې د یوه افغان ماشوم انځور
ارشیف، د واکسین د تطبیق په حال کې د یوه افغان ماشوم انځور

دغه رضاکار صحي کارکوونکي زیاتوې چې په ځینو سیمو کې د واکسین په اړه بې اساسه او ناسم شایعات خپار شوي چې له امله یې د دې ولایت په لېرو پرتو سیمو کې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو څخه ډډه کوي.

رضاکار واکسیناتور حمید خان په دې اړه وویل:

"موږ له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوو چې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین د کمپاین پرمهال خپل ماشومان واکسین کړي او که کورنۍ په دې اړه بې غوري وکړي، نو ښايي د خپلو ماشومانو ژوند د ګوزڼ، توبرکلوز، تور ژیړي، شري او د داسې نورو نارغیو له ګواښ سره مخ کړي."

بل خوا د دې ولایت یو زیات شمېر کورنۍ وايي چې د پولیو د واکسین د کمپاین پرمهال خپل له پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان په منظم ډول واکسینوي او تراوسه پورې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي محمد طاهر په دې اړه وایي:

"هر کله چې زموږ سیمې ته د واکسین کارکوونکي راځي، موږ خپل ماشومان واکسینوو، ترڅو په ساري نارغیو مبتلا نشي، دا واکسین خورا ګټور دی او زه له ټولو کورنیو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه زه هر وخت خپل ماشومان واکسینوم، هېڅ کوم ضرر نه لري."

د دې ولایت د عامي روغتیا چارواکي دغه شایعات ناسم بولي او له ټولو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان په منظمه توګه واکسین کړي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر احسان الله فضلي وايي چې کندز د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو څخه دي چې د پولیو یا ګوزڼ کومه مثبته پېښه په کې نه ده ثبت شوې.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر احسان الله فضلي
د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر احسان الله فضلي

ده وویل:

"موږ خپلو ولسونو ته پیغام ورکوو چې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه واکسین د هر ماشوم حق دی او باید د پنځو کلونو ښکته خپل ماشومان د واکسین مرکزونو ته بوځي او واکسین یې کړي، ترڅو زموږ هېڅ ماشوم له دې نعمته بې برخې پاتې نشي، الحمدالله موږ په کندز کې د پولیو مثبته پېښه نه لرو او زموږ په ټولو صحي مراکزو کې روغتیايي خدمات جریان لري او زموږ هېڅ روغتیايي مرکز بند نه دی."

نوموړي له دیني علماوو، قومي مشرانو، مدنې فعالانو او د رسنیو له کارکوونکو غواړي چې د پولیو او یا ګوزڼ د واکسین په اړه خلکو ته پوره پوهاوی ورکړي، تر څو هېڅ ماشوم له واکسینه بې برخې پاتې نشي.

پولیو یا ګوزڼ یوه سارې ناروغي ده چې د پنځو کلونو کم عمرلرونکي ماشومان پرې مبتلا کېږي، خو د نړیوال روغتیايي سازمان د مبارزې له کبله دغه ناروغي د نړۍ په زیات شمېر هېوادونو کې له منځه تللې ده، خو افغانستان له هغو هېوادونو دی چې لاهم دغه ستونزه په کې موجود ده.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG