د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

پنټاګون د افغان ځواکونو د ملاتړ په بودجې له مکسیکو سره دېوال جوړوي


ارشیف، یو امریکایي سرتېری د افغان ځواکونو د روزنې په حال کې
ارشیف، یو امریکایي سرتېری د افغان ځواکونو د روزنې په حال کې

د امریکا دفاع وزارت به یو اعشاریه پنځه ميلیارده ډالر چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په ګډون د یو شمېر پروژو لپاره ځانګړي شوي وو، له مکسیکو سره پر ګډه پوله د دېواله پر جوړولو ولګوي.

دا خبر پرون د مې په لسمه خپور شو.

د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته هم په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتريک شاناهان پرون ویلي چې دا پرېکړه یې له مکسیکو سره پر ګډ سرحد د لانجې د هواري لپاره کړې ده.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتريک شاناهان
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتريک شاناهان

د امریکا د دفاع وزارت دوو معتبرو سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې شپږسوه او څلور ميلیونه ډالر له هغې بودجې چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره ده، اخیستل شوي دي.

د دفاع وزارت دې چارواکو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کړي دي.

د هغوی په وینا، له مکسیکو سره د دېوال جوړولو لپاره تر ټولو زیاتې پېسې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ له بودجې اخيستل شوي دي.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ له بودجې د شپږسوه او څلور ميلیونه ډالرو کمېدل دا معنی لري چې دفاع وزارت د افغانستان لپاره بودجه له هغې اندازې چې کانګرس تصویب کړې وه، کمه کړې ده.

د امریکا کانګرس د ۲۰۱۹ میلادي کال په مالي بودجه کې د دفاع وزارت (پنټاګون) ته څلور اعشاریه نهه ميلیارده ډالر د افغانستان لپاره ورکړي وو.

یوه امریکايي چارواکي روېټرز ته ویلي:

"دا له افغانستان سره زموږ د تعهد له څرنګوالي سره هېڅ تړاو نه لري."

د امریکا کانګرس او د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی سیاسي سلاکار شفیق همدم وايي چې دا د کابل او واشنګټن د ډيپلوماسۍ جدي کمزورتیا څرګندوي.

شفیق همدم وویل، دا څرګندوي چې د افغانستان حکومت په خپلو خارجي روابطو کې دومره کمزوری دی چې واشنګټن د افغانستان د ځواکونو لپاره پیسې په بل ځای کې مصرفوي.

شفیق همدم پرون له واشنګټنه ازادي راډیو ته وویل:

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی سیاسي سلاکار شفیق همدم
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی سیاسي سلاکار شفیق همدم

"زه دې ته ډېر اندېښمن یم، له یوې خوا په افغانستان کې د جګړې موسم دی، له بله پلوه له طالبانو سره د سولې مذاکرې روانې دي، حکومت غواړي پرې فشار راولي، که په داسې حالت کې که پېسې د افغانستان له بودجې اخیستل کېږي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر حالت او د سولې پر پروسې به منفي اغېزې ولري."

شفیق همدم وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ثابته کړې چې غښتلي دي او حکومت اړتیا ورته لري، خو په رهبرۍ کې کمزوري شته.

د همدم له نظره، دا چې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه لا هم سرپرستان اداره کوي، یوه اساسي ستونزه ده.

د امریکا دفاع وزارت په داسې وخت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره بودجه کمه کړې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو او داعش پر ضد په سخته جګړه کې ښکېل دي.

له بله پلوه، د متحدو ایالاتو د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له سیاسي استازو سره د افغانستان د ۱۷کلنې جګړې پر پای ته رسولو خبرې کوي.

دواړو خواوو د خبرو شپږم دور د پنجشنبې په ورځ پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG