د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۰۹

جنرال دوستم کابل ته د عبدالله عبدالله کمپاین ته راځي، که د ولسمشر غني څنګ ته؟


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم

ټاکل شوې چې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تر راتلونکې یوې میاشتې مرکز کابل ته راستون شي.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې خپل کاري دفتر ته نه دی تللی.

ښاغلی دوستم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په لومړیو کې په جوزجان او فاریاب کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د پوځي عملیاتو مشري کوله.

د ولسمشر لومړی مرستیال د حمل د میاشتې په لومړیو کې د ترکیې او ازبکستان له سفرونو بېرته راستون شو او د حیرتان سوداګریز بندر له لارې لومړی بلخ او بیا د زوکړې ځای جوزجان ته ولاړ.

بعد از گذشت بیش از دو سال جنرال دوستم وارد شبرغان شد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

دوستم اوسمهال په شبرغان کې دی او نږدې خپلوان یې وايي، که هغه د عملیاتو مشري نه کوي، د هغه شتون په جوزجان کې د ناامنيو شدت کم کړی.

هغه په دغه موده کې یوشمېر غونډو کې هم راڅرګند شوی او په مرکزي حکومته یې تند انتقادونه کړي دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا په رښتیا هم ښاغلی دوستم کابل ته راځي؟

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"مونږ هيله مند یوو چې کابل ته د ښاغلي دوستم په راتلو سره د نظر اختلافات هوار شي، د جمهوري ریاست له لوري هم په دې برخه کې ځيني تماسونه نیول شوي، مونږ هیله مند یوو چې د حکومت تر پایه پورې دا اختلافات دوام ونه کړي، هیله مند یوو چې دا اختلافات حل شي."

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق

قرلق ادعا کوي چې ولسمشر غني په ځينو لویو سیاسي او پوځي قضیو کې له ښاغلي دوستم سره مشوره نه کوي.

هڅه مو وکړه څو په دې تړاو د جمهوري ریاست نظر هم ولرو، خو د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په داسې حال کې کابل د بېرته راتګ تکل کړی چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې انتخاباتي کمپاینونه پیلېږي.

خو پوښتنه دا ده چې ښاغلی دوستم به کابل ته له راستنېدو سره د ښاغلي عبدالله د انتخاباتي ټيم په ګټه کار وکړي که د ولسمشر غني ترڅنګ کار ته دوام ورکوي؟

دا پوښتنه د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق ځوابوي او وایي.

"د حکومت ټيم سر له اوسه په کمپاین بوخت دی، خو کله چې د کمپاین موده را ورسېږي، جنرال صیب به له یو ځای شوي ټيم، یعنې د عبدالله عبدالله له ټيم سره همکاري وکړي."

ښاغلي دوستم په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د حکومت له اوسني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له ټيمه ملاتړ اعلان کړی او د نوموړي د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند د عبدالله د انتخاباتي ټيم لومړی مرستیال دی.

خو د یو شمېر سیاسي کارپوهانو له نظره، ولسمشر غني په اوسنیو شرایطو کې عبدالرشید دوستم ته اړتیا لري او ممکن ښاغلی دوستم د حکومت ترپایه له ولسمشر غني سره پاتې شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې احمد سعیدي وايي:

د چارو افغان شنونکی احمد سعیدي
د چارو افغان شنونکی احمد سعیدي

"هغو ګواښونو ته په کتو چې یو شمېر کاندیدانو ویلي چې د جوزا له لومړۍ نېټې ولسمشر غني ته د واک د دوام اجازه نه ورکوي، ولسمشر دوستم ته اړتیا لري."

ښاغلی سعیدي وايي، په شبرغان کې د دوستم یو شمېر پلویانو له نوموړي غوښتنه کړې چې په جوزجان کې د پاتي کېدو پرځای کابل ته ستون شي او په وینایې چې یوشمېر ټيمونه د نوموړي د ملاتړ خپلولو هڅه کوي.

که څه هم د ولسمشر لومړی مرستیال په راتلونکو ټاکونو کې د عبدالله عبدالله له ټيمه ملاتړ اعلان کړی، خو سیاسي کارپوه احمد سعیدي وايي، تراوسه معلومه نه ده چې ښاغلی دوستم به د مرحلې ترپایه له کوم کاندیده ملاتړ کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG