د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

رحیمي: په فراه کې د یو میلیون امريکايي ډالرو په ارزښت نشه يي مواد له منځه تللي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

په فراه ولايت کې افغان او بهرنيو هوايي ځواکونو د هيروئينو جوړولو پر کارخانو باندې بريدونه کړي او په دې بريدونو کې يې طالبانو ته نږدې يو ميليون امريکايي ډالر زيان ور اړولی دی.

په تېرو لسو ورځو کې دا دوهم ځل دی چې افغان او بهرني ځواکونه په ګډه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د نشه يي موادو جوړولو پر کارخانو باندې هوايي او ځمکني بریدونه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس یې د بکوا ولسوالۍ په اشکن، پلواش او سپین کارېز سیمو کې (۶۸) کارخانې ویجاړې کړې، د دې کارخانو کارکوونکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې او نږدې د یو میلیون امريکايي ډالرو په ارزښت نشه يي مواد یې هم له منځه وړي دي.

ده وویل:

"دا (۶۸) کارخانې د ځمکنیو او هوايي بريدونو په نتیجه کې په بشپړ ډول ویجاړې شوي دي، دې عملياتو هېڅ ډول ملکي تلفات نه درلودل، دا هغه کسان وو چې له طالبانو سره یې یو ځای په دې کارخانو کې کار کاوه، کله چې بمبار ورباندې وشو، (۱۵۰) کسان مړه او څلوېښت نور يې ټپيان شول."

تېره اوونۍ د افغان ملي پوځ هوايي ځواکونو د بکوا ولسوالۍ د اشکن په سیمه کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو یوه لویه زېرمه له منځه یوړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څېړنې ښيي چې په دې کارخانو کې د ورځې د لسګونو زرو امریکايي ډالرو په ارزښت هیروئین جوړېدل او ټوله ګټه وټه طالبانو ته رسېده، خو وسله والو طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نشه يي موادو په تولید کې لاس لرل رد کړي دي.

په ملي شورا کې د فراه ولايت يو استازی وايي چې طالبان د فراه ولایت په بکوا، ګلستان، خاک سفید، پُشت رود او بالا بلوک ولسوالیو کې پوره واک لري، د دوی تر واک لاندې سیمو کې کوکنار کرل کېږي او د هیروئینو جوړولو کارخانې هم فعاليت کوي.

په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازی ګل احمد اعظمي وايي، د نشه يي موادو د تولید ډېری کارخانې د استوګنې په سیمو کې جوړې شوي دي، ځکه نو په وروستیو عملیاتو کې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله وراوښتې ده.

دی زیاتوي:

"بکوا د فراه ولایت له ناامنو ولسوالیو څخه ده، هلته دولت واک نه لري، د کوکنارو کښت، تولید او د نشه يي موادو تجارت پکې ازاد دی، هغو خلکو چې د پېښې له ځايه یې له موږ سره اړېکې نیولي، وايي چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، ځکه چې کارخانې د استوګنې په سیمو کې دي، د ملکي مرګ ژوبلې تر څنګ د نشه يي موادو جوړولو يو شمېر کارخانې هم ويجاړې شوي، موږ د نشه يي موادو د کارخانو د ويجاړولو پلویان یوو، خو بايد د عامو خلکو ژوند ته هم پام وشي."

که څه هم د سیګار ادارې د راپور له مخې امریکايي ځواکونو د روان میلادي کال په لومړيو کې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو خپل هوايي بریدونه درولي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې بهرني ځواکونه اوس هم د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو باندې هوايي بریدونو کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG