د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

ایا د چین فایف جي ټکنالوژي د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی؟


د چین فایف جي موبایل
د چین فایف جي موبایل

د نړۍ دېرشو هېوادونو د روانې میاشتې په پیل کې پر دې چې له فایف جي ټکنالوژي په مصؤن ډول کار واخیستل شي، د خبرو لپاره غونډه وکړه.

د امریکا متحده ایالات او یو شمېر نور هېوادونه اندېښنه لري چې د د فایف جي ټکنالوژۍ د وسایلو د توليد ستر شرکتونه چې د چین په څېر هېوادونو کې فعالیت کوي او په شدت د حکومتونو تر کنټرول لاندې دي، د ارتباط او معلوماتو تبادلې ته ګواښ پېښولی شي.

په اساس کې فایف جي د سیارې یا موبایل ټکنالوژۍ تر ټولو پرمختللی ډول دی.

داسې تمه کېده چې د داسې پرمختللي ټکنالوژۍ په مرسته به په نړۍ کې ارتباط او د معلوماتو تبادله چټکه، زیاته او اسانه شي.

خو له دې سره د هغو شرکتونو چې له جي فایف ټکنالوژۍ کار اخلي، قدرت زیاتېږي.

د بېلګې په ډول، باټام د پرمختللي ارتباطي ټکنالوژۍ شرکت دي، د دې شرکت یوه چارواکي زوي مروم د میلکن انسټيټیوټ په نړیوال کنفرانس کې وویل چې په امریکا کې د چین فایف جي ټکنالوژۍ فعالیت یو جدي امنیتي تهدید دی.

هغه وویل چې د چین حکومت له موبایل ټکنالوژۍ د جاسوسۍ او معلوماتو د راغونډولو لپاره کار اخلي.

​دا کار د زوي مروم په وینا، د امریکا امنیت ته ګواښ دی.

زوي مروم وویل:

"هغوی په خپلو وسایلو کې کوچنۍ او خطرناکې پرزې ځای پرځای کوي چې د بحران په وخت کې ارتباط ورسره نیولی شي، که چېرې بحران پېښ شي، چین کولی شي چې ستاسو وسایل فلج کړي، یا په بشپړ ډول ستاسو د ارتباط شبکې قطعه کړي او دا امریکا ته خطر دی."

خو د چین د موبایل ټکنالوژۍ په اړه په یوه بل نړیوال کنفرانس کې د چین د خلکو ګوند د سیاسي مشورتي شورا غړي چي هوا تونګ ویلي چې ارټيفیشل انټلېجنس یا مصنوعي خرد او فایف جي ټکنالوژي د خلکو د ګټې لپاره ده.

چي هواټونګ:

"دا ټکنالوژي په خلکو کې د جاسوسۍ لپاره نه ده، بلکې د چین له خلکو سره د مرستې لپاره چې خپل عواید زیات کړي او د یوه پرمختللي ولس برخه شي."

خو د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان هیومن رايټس واچ په رپوټ کې ویل شوي چې د چین حکومت له موبایل اپلېکېشنونو په شين جینګ کې د خلکو د څارنې لپاره کار اخلي.

په شين جینګ کې د چین مسلمانان اېغور اوسي.

د چین حکومت پر دې مسلمان اقلیت بندیزونه لګولي، په ډله ییز ډول هغوی نیسي او داسې ځانګړو کمپونو ته یې اچوي چې توقیف ځایونو ته ورته دي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي چې حتی د هغوی بایومټریک معلومات، د ډي ان اې معلومات او د ویني د ګروپ څرنګوالی یې هم ثبتېږي.

د رپوټ په حواله، د چین حکومت حتی د هغوی د حرکت د څارنې لپاره له دې موبایل ټکنالوژۍ کار اخلي.

زیات امریکايي چارواکي وېره لري چې د چین حکومت حتی ښايي له چینه بهر هم د خلکو د څارنې او جاسوسۍ لپاره له دې ټکنالوژۍ کار واخلي.

XS
SM
MD
LG