د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۶

د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن د سیالۍ ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو انځور
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو انځور

د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن د یوې یو ورځنۍ لوبې یا ODI لپاره د سیالۍ ډګر ته وځي.

ټاکل شوې چې د سکاټلنډ په ادینبرا ښار کې دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پیل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ تخنیکي سلاکار تاج ملوک عالم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.

ده وویل:

"دا لوبه د ټیم لپاره ځکه مهمه ده چې د نړیوال جام په درشل کې د لوبغاړو همغږي او کمبینېشن پرې جوړېدای شي او زموږ د لوبې لپاره د لوبغاړو پرکټس هم ډېر مهم دی."

افغانستان به د جون په لومړۍ نېټه د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له استرالیا سره وکړي، خو د دې سیالیو له پیله مخکې پنځه تمریناتي مسابقې کوي چې یوه به یې له سکاټلنډ، دوه له ایرلنډ، یوه له پاکستان او یوه له انګلستان سره وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG