د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

په کابل کې د کاونټر پارت​ نړېوالې موسسې د برید په اړه غبرګونونه!


په کابل کې د «کانټر پارت» موسسه له حملې یوه ورځ وروسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

په کابل کې د «کانټر پارت» موسسه له حملې یوه ورځ وروسته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، کاونټر پارت​ انټرنېشنل ټولنه چې د چهارشنبې په ورځ یې پر دفتر د طالبانو له خوا حمله وشوه، د سولې او پخلاینې او له ښځو سره د مرستې په برخو کې کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، کاونټر پارت انټرنېشنل ټولنه چې د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره یې تمویلوي، د نورو فعالیتونو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د خبرو په هڅونه او همداراز ښځو ته د فرصتونو د برابرولو په برخو کې کار کوي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د کابل په شهرنو سیمه کې د دې موسسې پر دفتر وسله وال برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۹ کسان چې پنځه پولیس، درې ملکي وګړي او یو ګارډ پکې وو، ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان دي.

پر دې سربېره پنځه تنه بریدکوونکي هم د چارواکو په وینا د افغان ځواکونو په ډزو ووژل شول.

د دې حملې مسؤلیت طالبانو ومانه، دې ډلې په یو بیان کې وویل چې کاونټر پارت انټرنېشنل د افغان ځواکونو لپاره د بهرنیو پوځي روزونکو د ګمارنې په چارو کې لاس درلود او دوی د دې موسسې فعالیتونه له ډېرې مودې راهیسې څارل.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبه خپور شو، دا حمله په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې دا حمله پر هغو اصیلو ارزښتونو بې رحمانه برید دی چې د کاونټر پارت انټرنېشنل په څېر ټولنې یې د تعلیم او د خلکو د ګډون په نورو برخو کې وړاندې کوي.

د امریکا دفاع وزیر مایک پامپیو
د امریکا دفاع وزیر مایک پامپیو

د کاونټر پارت مشرې او اجرائیه رئیسې ان هوداک ویلي دي چې بریدکوونکو بېګناه ملکي وګړي او د پرمختګ د چارو کارپوهان چې خپل ژوند یې د ښځو، ځوانانو او معلولو کسانو په ګډون د افغانستان د تر ټولو بېوزلو خلکو د ښيګڼې ارمان ته وقف کړی دی، په نښه کړل.

ملګرو ملتونو هم د کاونټر پارت موسسې پر دفتر برید غندلی او ویلي یې دي چې پر ملکي اهدافو برید هېڅ راز توجیه نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ناظم توبي لانزر په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبه خپور شو، ویلي دي چې سږکال د روژې مبارکه میاشت په خونړیو جګړو پیل شوه او د دې تشدد بار د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملکي وګړو پر اوږو دی.

په بیان کې د ملګرو ملتونو دې چارواکي د افغانستان د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې په تېره په روژه مبارکه کې د ملکي وګړو خوندیتوب په پام کې ونیسي او درناوی ورته وکړي.

په افغانستان کې د تشدد څپه په داسې حال کې پراخه شوې ده چې په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو پرون پای ته ورسېد.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، پرته له دې چې د روانو جګړو یادونه وکړي، ویلي دي چې د خبرو دا پړاو په ټوله کې مثبت و او دواړو خواوو د یو بل نظریې په حوصله واورېدې.

د طالبانو په بیان کې پرته له دې چې پر جزیاتو رڼا واچول شي، ویل شوي چې په دې پړاو کې د تېرو خبرو پر جوړه شوې مسوده کې له بحث وروسته په ځینو برخو کې پرمختګ وشو او ځینې لا پاتې دي.

د مجاهد په وینا، اوس به دواړه لوري د بل پړاو تر پیل پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي او د راتلونکي پړاو لپاره به تیاري نیسي.

XS
SM
MD
LG