د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۰

د تاتنهام فوټبال لوبډلې د اتلانو لیګ پای لوبې ته لاره پیدا کړه

د تاتنهام فوټبال لوبډله
د تاتنهام فوټبال لوبډله

د تاتنهام فوټبال لوبډلې د اروپا د فوټبال د اتلانو لیګ پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې تاتنهام لوبډلې اژاکس لوبډلې ته ماتې ورکړه.

که څه هم د سیالۍ په لومړي نیمايي کې اژاکس لوبډله دوه د صفر په وړاندې مخکې وه، خو د سیالۍ په دوهمه نیمايي کې تاتنهام لوبډلې په بې ساري ډول درې ګولونه ووهل او بریا يې خپله کړه.

اوس به تاتنهام لوبډله د روانې راتلونکي لمریزې جوزا په ۱۱مه نېټه له لېورپول لوبډلې سره پایلوبه کوي.

راپورنه وايي چې دا لوبه به په متروپولیتانو مادرېد سټډیم کې ترسره شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG