د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د ښځو د حقونو ډېری مدافعانې د طالبانو له واکمنۍ وېرېږي


ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالبان, July 18, 2017
ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالبان, July 18, 2017

په افغانستان کې د ښځو د حقونو ډېرې مدافعانې وېره لري چې ښځې به د طالبانو د واکمنۍ له سختیو سره مخامخ شي.

په افغانستان کې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کاله د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو ته اجازه نه‌وه چې تعلیم وکړي.

له نرسانو او ډاکترانو پرته ښځو ته د کار کولو ازادي نه‌وه.

پر ښځو ډېر نور ټولنیز بندیزونه هم لګېدلي وو، خو ښځو هغه وخت هم پټه او ښکاره مبارزه کوله.

  • خالده خرسند د هرات اوسېدونکي ده.

هغه به د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې په پټه، د ښځو یوه تعلیمي مرکز ته د سبق لپاره تله.

د هغوی دا تعلیمي مرکز د "سوزن طلايي" د خیاطي کورس په نوم جوړ شوی و.

د سنډې ټایمز خبریالې کرستینا لمب د هرات د ښځو د تعلیم د داسې پټو مرکزونو په اړه یو کتاب لیکلی و.

هغې ازادي راډیو ته ویلي:

"متأسفانه، ډېرې هراتیانې چې په پټه به‌یې شعرونه لیکل، مبارزه‌یې کوله، سبقونه‌یې ویل، له افغانستانه ووتلې یا نور لیکل نه‌کوي ځکه له وضعیته ناراضي دي."

خو خالده خرسند لا هم په هرات کې کار کوي.

د طالبانو په واکمنۍ کې یو شمېر ښځو په پټه او ښکاره مبارزه کوله.

خالدې ویلي چې د هغې زمانې وېره او وحشت‌یې لا هم په فکر کې دی.

خالدې خرسند ازادي راډیو ته ویلي:

"موږ بیا احساسوو چې طالبان به راستانه شي او وېره لرو چې هغې زمانې ته به وروګرځو."

هغه دا مني چې په وروستیو ۱۸ کلونو کې د ښځو ژوند ډېر نه‌دی بدل شوی، خو وايي چې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، ښځو ډېر زیار ایستلی چې په ټولنه کې ځان ته ځای پېدا کړي.

د خالدې له نظره د ښځو دا هڅې له خطر سره مخامخ دي.

دا وېره لري چې د افغانستان ښځې به بیا له پخواني حالت سره مخامخ شي.

د وسله‌والو طالبانو سیاسي استازي په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د خاص استازي، زلمي خلیل‌زاد سره په خبرو لګیا دي.

دا د دواړو خواوو د رسمي او علني خبرو شپږمه دوره ده.

خرسند وايي، که د دې خبرو په نتیجه کې طالبان د افغانستان په حکومت کې ځای پیدا کړي، سخت دریځو اسلام‌پالو ته به چې د دې په وینا په غیر رسمي مدرسو کې افراطیت زده کوي، د ټولنې لار خلاصه شي.

په هرات کې یوه مېرمن
په هرات کې یوه مېرمن

د ښځو د حقونو د دې فعالې په وینا، لږ تر لږه ۵۰ زره هلکان او ځوانان یوازې په هرات کې په داسې مدرسو کې زده‌کړه کوي چې هغوی ته د طالبانو په څېر د سخت دریځ او نظر تبلیغ کېږي.

خرسند ویلي:

"حتی اوس په هرات ښار کې سخت دریځي ډلې او وګړي د طالبانو د نظر او ایډیالوژۍ پلوي کوي او د ځوانانو پر فکر سخت زیات اغېز لري."

خرسند وایي، په هرات کې د داسې خلکو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي چې د طالبانو په څېر د سنګسار، اعدام او په عام محضر کې دُرې وهلو، ملاتړ کوي.

خو د هرات په مدرسو کې طالبان نه‌مني چې افراطي اصول زده کوي.

  • جان اغا جامي

په هرات کې د فخر المدارس د مدرسې طالب‌العلم، جان اغا جامي ۲۱ کلن دی.

هغه وايي:

"الله ویلي چې د غله نارینه او ښځې لاس پرې شي."

جامي ازادي راډیو ته ویلي چې کنسرتونه، رقصونه او موسیقي په اسلام کې حرام دي ځکه د هغه په وینا، دا د انسان فکر خرابوي او په ټولنه کې فساد اچوي.

خالده خرسند داسې فکرونو ته اشاره کوي او وايي، په افغانستان کې ښځو ته دا چې طالبان په قدرت کې وي یا نه‌وي، فرق نه‌کوي.

د خرسند په باور، په وروستیو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې ښځو مناسب پرمختګ کړی دی، خو وايي چې دا پرمختګ له خطر سره مخامخ دی ځکه حکومت مخکې له مخکې لا ډېرو سخت دریځو او مخافظه‌کارو کسانو ته ځای ورکړی دی.

د ښځو او امنیت په اړه د امریکا د جورج ټون پوهنتون په راپور کې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپور شو، افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ دوهم بد هېواد بلل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې د کار د قوې یوازې په سلو کې ۱۶ ښځې دي.

د افغانستان د ټولو ښځو نیمايي برخې تر څلورم ټولګي یا تر هغه کمې زده‌کړې کړې دي.

په افغانستان کې له درېیو، دوه نجونې په کوچنیوالي یا نوې ځوانۍ کې ودېږي.

په اوسط ډول، د افغانستان نجونې د ۱۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ وخت کې ودېږي او لوی برخه‌یې د هغوی میندې او پلرونه په خپله خوښه ودوي.

په افغانستان کې ډېرې ښځې د "اخلاقي جرمونو" په خاطر زنداني شوې دي.

د راپور په حواله په ډېرو مواردو کې که یوه ښځه د مېړه له ظلمه تښتېدلې یا يې په خپله خوښه د واده کولو غوښتنه کړې، اخلاقي جرم بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په سلو کې ۸۰ ښځې له کورني تشدد، جنسي زور زیاتي او ځورونې سره مخامخ شوې دي.

د سنډې ټايمز خبریالې، کرستینا لمب د افغانستان د ښځو د مبارزې او سخت ژوند په اړه د یوې هراتۍ لیکوالې نادیې انجمن یادونه کړې ده.

کرستینا لمب ویلي:

"نادیه انجمن‌یې مېړه ووژله ځکه نه‌یې خوښېده چې نادیه لیکنې کوي او په عامو غونډو کې د ښځو پر حالت غږېږي."

XS
SM
MD
LG