د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د بهرنیو چارو وزیر: د سولې خبرو کې پر ټاکل شویو حدودو مذاکرات نه‌کېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سولې په مذاکراتو کې د بشري حقونو د موازنې رعایت او احترام د دغه هېواد اساسي شرطونه دي.

صلاح‌الدین رباني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۹»، د «افغانستان او اروپايي اتحایې د کاري ډلې د بشري حقونو، حکومتوالۍ او کډوالو» په اړه په دوهمه جوړه شوې ناسته کې وویل چې؛

  • د سولې په خبرو کې د جمهوري نظام.
  • د بشري حقونو د ارزښتونو ساتل.
  • د قانون حاکمیت.

ځانګړي حدود دي چې لا له وړاندې ټاکل شوي او په‌دې مواردو مذاکرات نه‌کېږي.

صلاح‌الدین رباني همدا شان وویل، حکومت د سولې په خبرو کې دغه موارد پياوړي کوي او د هېواد ستونزه به هغه مهال په دایمي توګه حل شي چې د سولې په خبرو کې د بشري حقونو موازنې ته احترام وشي.

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"د افغانستان حقوقي نظام په بشري او اسلامي بنیادي ارزښتونو ولاړ دی، د سولې مذاکرات او ملي روغې جوړې ته حدود مشخص شوي چې د بشري حقونو د موازنې رعایت ته احترام‌یې بنیادي برخه ده، دا په مذاکراتو کې نه‌راځي، دا د افغانانو د اساسي حقونو او د قانون د پلي کېدو او ستونزو حل‌لاره ده او د سولې په خبرو کې اساسي موارد او شرطونه دي."

صلاح‌الدین رباني داسې مهال د سولې په خبرو کې د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د بشري حقونو پر ساتنه ټینګار کوي چې دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې روانې دي.

طالبانو له امریکايي لوري سره په خپلو خبرو کې په بیا بیا ټینګار کړی چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او دا یې د افغانستان د سولې د خبرو د پیل لپاره یو شرط ټاکلی دی.

له دې سره په خوا کې هر اړخیز اوربند، بین‌الافغاني مذاکرات او دا چې افغان خاوره به د بل چا پر ضد نه‌کارول کېږي د قطر د مذاکراتو نورې اجنډاوې دي، خو په‌دې وروستیو کې داسې اندېښنې راپورته شوي چې د قطر په مذاکراتو کې د بشري حقونو او ښځو پر رول بحث نه‌دی شوی.

خو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي وايي، امریکايي لوري په‌دې اړه ټولې سپارښتنې طالبانو ته سپارلې دي.

د اروپايي اتحادیې د اسیا پاسیفیک څانګې مرستیال پاولا پمپلوني په‌دغه غونډه کې وویل چې د وروستیو څو کلونو لاسته راوړنې، نړیوال معیارونه او د بشري حقونو رعایت د امریکا له لوري طالبانو ته لازمې سپارښتنې دي.

نوموړې زیاتوي:

"د سولې په مذاکراتو کې وړانډیزونه او سپارښتنې ورکړي چې باید لاسته راوړنې، نړیوال معیارونه او بشري حقونه وساتل شي، په تېرو څو کلونو کې مو څه چې ترلاسه کړي، باید له لاسه ورنه‌کړو او زموږ ټینګار هم په همدې دی."

له دې ټولو سره په خوا کې تر اوسه هم په لنډ وخت کې افغان حکومت د سولې په خبرو کې چندانې باوري نه‌دی.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې په یاده ناسته کې دې ټکي ته په اشارې سره وايي، دا بهیر باید د افغانانو له لوري رهبري شي او دا افغانانو پورې اړه لري چې څه ډول سوله غواړي.

بي بي ګل رولا غني

بي بي ګل رولا غني له اروپايي ټولنې غواړي چې له بل هر وخت زیات له دغه بهیر سره مرسته وکړي.

مېرمن غني زیاتوي:

"اوس هم اندېښنه موجوده ده چې سوله یو ارزښت او لاسته راوړنه محسوسېږي، ښاغلي غني د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې په خبرو ټینګار کړی، څه ډول چې موږ تېر کال په درې ورځنیو خبرو کې پیدا کړه چې افغانان د سولې غوښتونکي دي، موږ زیاتو پرمختګونو ته اړتیا لرو، په‌دې برخه کې د اروپايي اتحادیې همکاري د یو پیاوړي افغانستان لپاره اړینه ده."

مېرمن غني د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو په ساتنه ټینګار کوي.

په ورته وخت کې اروپايي اتحادیه په‌دې باور ده چې که ښځې په‌دغه بهیر کې شاملې شي، سوله به تل پاتې پایلې ولري.

بل‌خوا یو هم هغه موارد چې د سولې د خبرو له بریالیتوب سره مرسته کوي، د افغان حکومت د ډیپلوماسۍ پياوړتیا ده، دا هغه څه دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورته اشاره کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG