د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۱

د کندهار اوسېدونکي او دیني عالمان د اوربند غوښتنه کوي

د تېرکال د اوربند یو عکس. 16June2018
د تېرکال د اوربند یو عکس. 16June2018

د کندهار اوسېدونکي وایي، د جګړې دوام د هېواد مهم بنسټونه کمزوري کوي او يوازې افغانان په‌کې قرباني کېږي، نو لازمه ده چې د جګړې ښکېل لوري اوربند او سوله وکړي.

د روژې په مبارکه مياشت کې په هېواد کې د جګړو دوام د کندهار ښاريان اندېښمن کړي دي.

خلک وایي، په جګړه کې ټول د افغانانو وينه تویېږي او د جګړو دوام د هېواد مهم بنسټونه ځپي.

دوی د روژې په مياشت کې د جګړې له ښکېلو دواړو غاړو څخه د سمدستي اوربند او سولې غوښتنه کوي.

د کندهار ښار
د کندهار ښار

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي عصمت‌الله ازادي راډیو ته وویل، وسله‌وال دې نور د وينې تویېدنې پر ځای د سولې او روغې جوړې سیاست غوره کړي.

عصمت‌الله زیاتوي:

"روژه یوه مبارکه میاشت ده، له وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو څخه مې هیله دا ده چې د دې مبارکې میاشتې په برکت دې اوربند وکړي."

د هېواد په یو شمېر سیمو کې وروستي تاوتريخوالي د عامو خلکو تر څنګ دیني عالمان هم خواشیني کړي او په هېواد کې د شخړې د سمدستي درېدو غوښتنه کوي.

د کندهار د دیني عالمانو د شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني او مولوي رحیم‌الله چې د روژې په رارسېدلو سره‌یې د جوماتونو له ممبرونو هم د جګړې په ښکېلو غاړو د اوربند غږ کړی ازادي راډیو سره په خبرو کې د جګړې د درېدو غوښتنه کوي او د بې‌ګناه انسانانو وينه تویول حرام ګڼي.

د کندهار اوسېدونکي او دیني عالمان پر داسې مهال د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د اوربند غوښتنه کوي چې دا مهال د کندهار په شمالي او شمال ختیځو ولسوالیو کې تر بل هر وخت د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.

راپور: صادق رښتینی

This item is part of
XS
SM
MD
LG