د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

انتخاباتو کمېسیون راتلونکي ۳ واړه انتخابات په انلاین شکل ترسره کوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح‌الله سادات
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح‌الله سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې راتلونکي درې واړه انتخابات به په انلاین شکل ترسره شي او په کم وخت کې به‌یې لومړنۍ پایلې هم اعلانېږي.

د دغه کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح‌الله سادات وویل، په انلاین شکل د رأیو استعمال د درغلۍ مخه نیسي.

ښاغلي سادات د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۹» ازادي راډیو ته وویل:

"نهايي هڅه مو دا ده چې د انتخاباتو په ورځ له بایومټریک نه په انلاین شکل استفاده وکړو، له دې سره په کمه موده کې موږ کولای شو چې ابتدايي نتایج اعلان کړو، دې سره په انتخاباتو د خلکو باور زیاتېږي، د تقلب او درغلۍ مخه هم نیول کېږي."

ښاغلی سادات زیاتوي چې هڅې پیل شوي، څو له یوې ملي یا هم نړیوالې کمپنۍ سره داسې قرارداد لاسلیک شي چې د انتخاباتو په ورځ ټول افغانستان ته انټرنټ ورکړي.

ذبیح‌الله سادات وايي، په پخوانیو بایومټریک سیستم کې یوازې د دوو ګوتو نښان اخیستل کېده، خو په‌دغو انتخاباتو کې به د ۱۰ ګوټو د نښان اخیستو سربېره د رأی ورکوونکي عکس هم اخیستل کېږي، څو د انتخاباتو له شفافیت سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې چې د راروانې میزان میاشتې په شپږمه، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو او په غزني ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه که څه هم په انلاین شکل د رأیو کارول ښه اقدام بولي، خو وايي چې دغه چاره په افغانستان کې د بشپړ عملي کېدو امکان کم دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید یې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"څو ټکي شته لکه د رأیې خوندیتوب، مالکیت د دغه پروسې ډېټا، د افغانستان حالت جنګي دی، که مخالفین پوهه شي چې ټکنالوژي په انتخاباتو کې کارول کېږي، وېره شته چې په مخابراتي سیستمونو حملې وکړي."

له دې ټولو سره به د انتخاباتو په ورځ د رأیو د سیستم د هک کېدو ستونزه هغه څه دي چې د انتخاباتو د څار بنسټونه‌یې مطرح کوي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د هک کېدو د مخنیوي لپاره تخینکي ارزونه ترسره کېږي او د نورو ستونزو د هواري لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیول کېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG