د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ۱۵ سیمه‌ییز دفترونه رئیسان نه‌لري


په هرات کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأیو صندوقونه، ۲۰۱۸ کال د اکټوبر ۲۱.
په هرات کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأیو صندوقونه، ۲۰۱۸ کال د اکټوبر ۲۱.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون ۱۵سیمه‌ییز دفترونه رئیسان نه‌لري.

د کابل د انتخاباتو د دفتر په ګډون د ۱۴ ولایتونو د انتخاباتو سیمه‌ییز دفترونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې دغو دفترونو ته نوي رئیسان وګماري.

خو د دغه کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح‌الله سادات د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۸» ازادي راډيو ته وویل چې دغو دفترونو ته د رئیسانو د ګمارنې بهیر پیل شوی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح‌الله سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح‌الله سادات

​دی وايي:

"د کار کوونکو د ګمارنې مېکانیزم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیونونو له لوري وروستی شوی او همدا اوس د استخدام بهیر روان دی او هغه ولایتونو چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، ډېر ژر به د همدې مېکانیزم پر اساس اشخاص ورته وګمارل شي."

  • کابل
  • هرات
  • هلمند
  • بادغیس
  • کاپیسا
  • وردګ
  • لوګر
  • پنجشېر
  • نیمروز
  • زابل
  • سرپل
  • فاریاب
  • بلخ
  • غزني
  • خوست

هغه ولایتونه دي چې اوس‌یې هم چارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

وروسته له هغې چې ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د کمېشنرانو په ګډون د کمېسیون د ولایتي دفترونو په رئیسانو د درغلۍ تورونه پورې شول، د دغه کمېسیون سیمه‌ییز رئیسان هم لیرې شول، خو د څو میاشتې په تېرېدو اوس هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو شمېر سیمه‌ییز دفترونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لوحه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لوحه

تېره ورځ د افغانستان د شفافو اتنخاباتو بنست ویلي و چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د کسانو په ګمارنه کې لاس‌وهنه کېږي او دغه ګمارنه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په ګډون د ځینو بنسټونو د سلیقې پر بنسټ کېږي.

خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون بیا وايي چې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس یوازې د دغه کمېسیون د دایمي کار کوونکو د ګمارنې لپاره سهولتونه رامنځته کوي او د کارکوونکو په ګمارنه کې کار نه‌لري.

له دې سره په خوا کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نویو رئیسانو ټاکلو ته ډېر لېواله نه‌دی.

ټیفا,07August2014
ټیفا,07August2014

د دغه بنسټ ویاند بریالي حقجو ازادي راډیو ته وویل، دوی باوري نه‌دي چې تر راتلونکو څو میاشتو هم د انتخاباتو کمېسیون وتوانېږي چې خپلو دفترونو رئیسان وټاکي.

د نوموړي په وینا که وضعیت همداسې دوام پيدا کړي، په‌دغو دفترونو کې به د کار ناغېړي او بې‌باوري رامنځ ته شي.

دی وايي:

"زموږ ټنیګار دا دی چې ۱۴ ولایتونو ته رئیسان وټاکل شي، که دې موضوع ته دوی پام ونه‌کړي، ډېره به ستونزمنه وي چې په ولایتونو کې سم انتخابات ولرو، زموږ نننۍ غوښتنه ده چې کمېسیون په‌دې اړه زموږ وړاندیزونه په پام کې ونیسي."

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي د کمېسیون د کارکوونکو په ګمارنه کې لاس‌وهنه ردوي او وايي چې دغه بهیر په شفاف ډول په مخ روان دی.

خو د انتخاباتو څارونکي وايي، هڅه کېږي چې په کمېسیون کې ګمارنې د پېژندګلوۍ او تړاو له مخې ترسره شي.

د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي چې که د انتخاباتو د سیمه‌ییزو دفترونو د رئیسانو په ګمارنه کې د دوی سپارښتنو ته پام ونه‌شي، دا ولایتونه به د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هم د پراخو درغلیو شاهدان وي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG