د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې يې د امول په نوم له یوې هندۍ کمپنۍ سره لنډمهاله تړون کړی چې په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ وکړي.
خو دغه تړون په افغانستان کې له نیوکو سره مخ شوی.
انتقاد کوونکي وايي چې یاد تړون په ډېرو لږو پیسو شوی او په دې سره د افغان کرکټ لوبډلې حیثیت ته زیان رسېدلی دی.
د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی سلاکار او د کرکټ څارونکی یاثر خوګیاڼی هم یو له دغو انتقاد کوونکو څخه دی.
دی وایي:
"دا تړون په ډېرو کمو پیسو ورکړل شوی، نن سبا د کرکټ یو مشهور لوبغاړی هم د ټلوېزیون یو اعلان په دغومره پیسو نهجوړوي، ټایټل مالي ملاتړ پهکار وي چې لږ تر لږه د پنځو یا ۱۰ کلونو لپاره اوسي، دا تړون د یو لنډ وخت لپاره دی دا چې کرکټ بورډ داسې کړي، دا زموږ لپاره هېڅ ګټوره پرېکړه نهده، زه پهکې د افغانستان هېڅ خیر نهوینم."
ښاغلی خوګياڼی وايي چې دا ډول تړونونه باید د بهرنیو کمپنیو پر ځای له افغان کمپنیو سره وشي.
د دې تر څنګ په کور دننه زیات شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول په فېسبوک کې هم د یادې موضوع په اړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دغه تړون د یو نیم لک ډالرو په مقابل کې شوی چې ډېر کم دی.
د یاد تړون له مخې به د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د افغان لوبغاړو په کالیو د امول په نوم د یادې شوې هندۍ کمپنۍ لوګو هم نښلول کېږي.
خو افغان کرکټ بورډ دغه رقم نه هم تأييدوي او نهيې ردوي.
د کرکټ بورډ د رسنیو او بازار موندنې مسؤل عبدالهادي دریځ که څه هم د دغه تړون بشپړ جزئیات نهشریکوي، خو په کرکټ بورډ کې یوې سرچیني چې نهيې غوښتل د موضوع د حساسیت له املهيې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې دغه تړون له یو نیم لک ډالرو د زیاتو پیسو په بدل کې شوی.
د کرکټ بورډ د رسنیو او بازار موندنې مسؤل عبدالهادي دریځ وايي، له یادې هندۍ کمپنۍ سره دغه تړون به نورې هندي کمپنۍ هم وهڅوي چې له افغان کرکټ بورډ سره مالي مرستې وکړي.
نوموړي وویل:
"له ډېری افغان کمپنیو سره دا وړاندیزونه شریک شوي دي، خو د دوی لهخوا کوم ځواب نهدی راکړل شوی، هغه قيمت چې د افغان کمپنیو لپاره و، ۳ لکه او د بهرنیو کمپنیو لپاره ۵ لکه ډالر ټاکل شوی و، خو زه دا نهشم ویلی چې له امول کمپنۍ سره تړون په څومره ډالرو شوی، دا چې په ټولنیزو رسنیو کې یو نیم لک ډالر یادېږي، دا رقم زه نهتأییدوم او نهيې ردوم."
نوموړی وايي، دوی هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره اوږدمهاله مالي ملاتړ پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې کرکټ بورډ اوسمهال اوږدمهاله مالي ملاتړ کوونکی نهلري، خو له دې وړاندې د الکوزي په نوم یوې افغان کمپنۍ د کرکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړې وه چې نږدې دوه میاشتې وړاندې يې له کرکټ بورډ سره د نامعلومو دلایلو له مخې خپل تړون لغوه کړ.
د راپورونو پر بنسټ، الکوزي ګروپ کرکټ بورډ ته په کلني ډول ۱۳ لکه ډالره ورکول.
ټاکل شوې چې د کرکټ ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۳۰مه نېټه په انګلستان کې پیل شي، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جون میاشتې په لومړۍ نېټه د استرالیا او دوهمه د همدې میاشتې په څلورمه د سریلانکا په وړاندې ترسره کړي.
راپور: اکرامالله اکرام