د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټلند سره لوبېږي

ارشیف، د کرکټ افغان لوبغاړو یو انځور
ارشیف، د کرکټ افغان لوبغاړو یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښين له سکاټلند سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

دا دوه ټیمونه د ایدنبرا په ګرانج لوبغالي کې سره مخ کېږي.

کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبغاړي دې لوبې ته پوره چمتووالی لري او پخوا یې هم سکاټلنډ ته ماته ورکړې ده.

د دغو ټیمونو دوهمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ پلان شوې.

افغان ټیم د ۲۰۱۹ میلادي کال تر نړیوال جام مخکې چې د مې په وروستۍ کې پيلېږي، په سکاټلنډ سربېره له ایرلنډ سره هم دوه یو ورځنۍ لوبې کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم به د انګلستان او وېلز په کوربه توب د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ له اسټرالیا سره وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG