د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

هند او امریکا سلا شوي چې افغانستان کې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي


د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ازادي رآډیو سره په یوه مرکه. April 01 2019
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ازادي رآډیو سره په یوه مرکه. April 01 2019

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د دوشنبې او سې شنبې په ورځ په نوې ډېلي کې و.

نوموړی وايي، په‌دې سفر کې یې له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې او سیمه‌ییزو مسئلو خبرې کړې دي.

زلمی خلیل‌زاد چې پرون بېرته د طالب استازو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ستون شو، پر خپل ټویټر یې لیکلي چې د افغان سولې له روانو هڅو د هند ملاتړ په‌دې اړه نړیواله اجماع پیاوړې کوي.

د نوموړي په وینا له هندي چارواکو سره په‌دې سلا شوی چې په افغانستان کې سوله او د ترهګرۍ د ګواښ له‌منځه وړل به سیمه‌ییز اتصال او سوداګري زیاته کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي په نوې ډېلي کې د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرې سوشما سواراج، د دې هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوال، په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر ویجې ګوخالي او نورو چارواکو سره لیدلي دي.

د زلمي خلیل‌زاد په وینا امریکا او هند د نړۍ د دوو لویو او پخوانیو ډموکراسیو په توګه په‌دې سلا شول چې په افغانستان کې باید د تېرو ۱۸ کلونو بریاوې وساتل شي.

ښاغلي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر زیاته کړې:

"د افغانستان سیاسي راتلونکی د دې هېواد د وګړو په لاس کې دی، څو دوی د یوې مشروع او پراخې پروسې له لارې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي."

  • د افغانستان د سولې په پروسه کې د هند د رول مؤثریت

په کابل کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هند په سیمه کې یو پیاوړی هېواد دی او کولای شي په اوسنیو هڅو کې مؤثر رول ولوبوي.

د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دوی تمه لري چې د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه د افغانستان د سولې لپاره یو لاس شي.

د سولې د عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد په یوه خبري غونډه کې, 03Dec2018

دی وايي:

"طبیعي ده چې د هندوستان رول په سیمه‌ییزه کچه ډېر بارز دی، همدارنګه په نړېوال سټېج هم. موږ د افغانستان په سوله او ثبات کې د هند د مرستې هرکلی کوو. هر هېواد چې له افغانانو سره په تفاهم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په زمینه جوړونه کې مرسته کوي هغه موږ ته ارزښت لري."

  • د پاکستان ژمنې ته د امریکا خوشبیني

زلمی خلیل‌زاد پاکستان او قطر ته له سفرونو وروسته هند ته تللی و.

نوموړي تېره اوونۍ اسلام‌اباد ته د خپل سفر په پای کې وویل، دا چې پاکستان غواړي د افغانستان د سولې لپاره په سیمه‌ییزه اجماع کې رول ولوبوي، خوښ دی.

پاکستان او هند چې په سیمه کې پخواني رقیبان دي، زلمي خلیل‌زاد ته‌یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې لپاره د بین‌الافغاني خبرو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو ته ژمن دي.

  • په دوحه کې د سولې د خبرو دوام

ټاکل شوې ده چې په دوحه کې به له طالب استازو سره د زلمي خلیل‌زاد خبرې نن چهارشنبه هم دوام وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر ویلي چې زلمي خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ د دوحې د خبرو په یو وروستي ساعت کې برخه واخیسته.

د ښاغلي شاهین په وینا د روژې میاشتې په خاطر به د سولې خبرې هره ورځ پنځه ساعته دوام کوي، یعنې د دوحې پر وخت به د سهار په ۱۰ بجو پیلېږي او د ماسپښین تر درې بجو به دوام کوي.

دا له طالب استازو سره د زلمي خلیل‌زاد شپږم پړاو خبرې دي، خو تر اوسه پورې په‌کې د افغانستان د سولې په اړه هېڅ هوکړه نه‌ده شوې.

طالبان پرله‌پسې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر ټاکلو ټینګار کوي، خو د متحده ایالاتو پلاوی بیا د بین‌الافغاني خبرو پیل، اوربند، د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه‌کارېدو ډاډ او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل له یو بل سره تړلې مسئلې ګڼي.

زلمی خلیل‌زاد ټینګار کوي، څو چې په ټوله‌ییزه توګه پر دې ټولو مسئلو توافق ونه‌شي، پر هېڅ مسئله جلا توافق نه‌شي کېدای.

XS
SM
MD
LG