- فارین پالېسي
فارین پالېسي خپرونې په یوې لیکنه کې د سیمهییزو پولیسو په اړه مطلب خپور کړی دی چې د بدخشان وردوج ولسوالۍ یې پرېښې او بهارک تهیې مخه کړې ده.
خپرونه لیکي، وردوج د جګړې په ډګر بدل شوی او دا ځواکونه مجبوره شوي دي چې خپل کورونه پرېږدي.
فارین پالېسي د حبیب په نوم د سیمهییزو پولیسو د یوه قوماندان په وینا لیکي چې دی پوځي قوماندان نهو، خو کله چې طالبانو د دوی پر سیمې برید وکړ مجبوره شو چې وسلې راواخلي او له ځانه دفاع وکړي.
فارین پالېسي وړاندې لیکي:
د چین د شنجین د سیمې اویغور وسلهوال په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو تر څنګ جنګېږي.
خپرونه لیکي، په پیل کې قوماندان حبیب او نورو ملګرو یې په وردوج کې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړه، خو حبیب ویلي دي چې کله بهرنیان سیمې ته راغلل، نو دوی یې له سیمې پسې واخیستل.
فارین پالېسي بیا لیکي:
د ۲۰۱۵ میلادي کال په اکټوبر کې وردوج ولسوالۍ طالبانو ونیوله چې دا په بدخشان کې چې د طالبانو لپاره چې کله هم هلته واکمنان نهوو، ستره لاسته راوړنه وه.
- ګارډین
د لوېدیځ یوې بلې خپرونې، ګارډین بیا له جګړې پرته یوه مسئله را اخیستې ده، خو دا مسئله هم له جګړې اغېزمنه ده.
ګاډین ورځپاڼه لیکي:
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سواد کچه پهکې خورا ټیټه ده.
د ورځپاڼې په باور پهدغه هېواد کې ۳۱ په سلو کې خلک لیک لوست کولای شي او پهدې فیصدي کې بیا د ښځو ونډه نوره هم ښکته ده او ۱۷ په سلو کې ده.
ګارډین لیکي:
د کابل په لوېدیځ کې په یوې کوټه کې چې رڼا پهکې لږه ده شااوخوا په قفسچو کې کتابونه پراته دي او یوه وړه ډله سره راغونډه شوې ده.
دا کسان چې له ۴ تر ۱۳ کلونو عمرونه لري هغه کیسه له یوه بل سره شریکوي چې دوی د اوونۍ په ترڅ کې لوستې ده.
ګارډین لیکي دا په کابل کې د کتاب لوستلو له ګڼو کلبونو څخه یو دی او دوی غواړي چې پهدې ډول د کتاب لوستلو کلچر راژوندی کړي، دا کلچر یو وخت لهمنځه تللی و، خو اوس یو ځل بیا د پراخېدو په حال کې دی.
ورځپاڼه د کتاب کلب د مؤسسې ۲۵ کلنې مهشید مهجور خبرې را اخیستې دي چې وایي، په هېواد کې لا هم جګړه ده، نو ماشومان ډېر فرصت نهپیدا کوي چې ازادانه پوښتنې وکړي، په ځانګړي ډول نجونې، نو باید د کتاب کلتور بېرته راژوندی کړو.
اغلې مهجور زیاتوي چې د کتاب دا کلبیې شپږ کاله مخکې جوړ کړ، اوس تر ۲۰ پورې دایمي غړي لري او د نړۍ له ګوټ ګوټه د سلګونه کتابونو مرسته ورسره شوې ده.
په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې د ادبي کتابونو د لوستلو دود و، خو په ورته وخت کې د کتابونو د سوځولو او لهمنځه وړلو تاریخ هم پهدغه هېواد کې شته.
ګارډین لیکي:
د طالبانو د رژیم پر مهال کتابخانې لوټ شوې او لهمنځه ولاړې او کوم کتابونه چې به افغانستان ته استول کېدل هغه به سخت سانسورېدل.