د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۲۲

د ناټو ملکي استازی: هیله لرم چې ډېر ژر بین‌الافغاني خبرې پیل شي


په غزني کې د وسله‌والو طالبانو یوه ډله، ۲۰۱۹ کال د مې ۰۱.
په غزني کې د وسله‌والو طالبانو یوه ډله، ۲۰۱۹ کال د مې ۰۱.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۷» په مزار شریف کې د یوه خبري کنفرانس په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې سوله د هر افغان غوښتنه ده او اوس‌مهال د شخړې دواړه لوري د سولې مذاکراتو ته چمتو دي.

هغه وویل هیله لري چې له طالبانو سره د سولې بین‌الافغاني خبرې ان د روانې روژې په میاشت کې ترسره شي.

ښاغلي کې زیاته کړه:

"هیله لرم بین‌الافغانی خبرې ډېر ژر پیل شي، په دې معنی چې حتی که امکان ولري په روژې میاشت کې یا ډېر ژر له هغې وروسته. د ضایع کولو لپاره وخت نه‌لرو. د افغانستان خلک غواړي خبرې اترې پیل شي او طالبانو هم اشاره کړې چې د خبرو لپاره چمتو دي. دا باید وشي، پرته له دې چې انتخابات کېږي که نه."

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې

نیکولاس کې وايي چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې شپږم پړاو کې دي او په روانو خبرو کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر حضور، د تروریزم سره پر مبارزه او د بین‌الافغاني خبرو په پيل بحث دوام لري.

د نیکولاس کې په باور چې افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په مقصد په سیمه‌ییزه او نړیواله سطح اجماع رامنځته شوې او د افغانستان ګاونډیان هم په دغه هېواد کې د امنیت او اقتصادي ودې د تأمین لپاره له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

هغه وویل:

"ټوله سیمه، ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه (په افغانستان کې) د سولې لپاره متحد شوي دي. زه باور لرم چې اوس د افغان سولې په باب د سیمې او ګاونډي هېوادونو ترمنځ ډېر توافقات شته."

د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازي په هېواد کې د پایداره سولې د ټینګښت په مقصد د ولسمشر غني له هڅو هم ستاینه وکړه او د مشورتي لویې جرګې جوړښت‌یې د سولې په برخه کې د افغانانو د غوښتنو د همغږۍ سمبول وباله.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال

ښاغلي کې په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب استازو سره شپږم دور خبرې مخ ته وړي.

په همدې حال کې ځیني سیاسي شنونکي د سولې د بین‌الافغاني خبرو د ژر پيلېدو په مقصد د افغانستان د نړیوالو همکارانو امیداروي د سولې د خبرو د مثبتو پایلو په خاطر ګټور بولي.

محمد ادیب غیاثي یو له همدې شنوونکو وايي:

"د سولې د بین‌الافغاني خبرو د هر څومره ژر پیل په اړه، د دا ډول څرګندونو بیان کولای شي چې د شخړې دواړه لوري د مؤثرو مذاکراتو ترسره کولو ته تشویق کړي."

په داسې حال کې د افغانستان لپاره د ناټو سازمان لوړپوړی ملکي استازی تمه ښيي چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې به طالبان بین‌الافغاني خبرې پيل کړي چې د راپورونو پر اساس همدا اوس‌مهال د هېواد په مختلفو سیمو کې وسله‌والو طالبانو د الفتح عملیاتو په چوکاټ کې خپلو برېدونو ته زور ورکړی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG