د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د احمدشاه ابدالي د کرکټ په څلور ورځنیو یا فرسټ سیالیو په لړ کې تر دې دمه نجیب ترکي په پنځه سیالیو کې ۶۷۰ منډې جوړې کړي او د جدول په سر کې ځای لري.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د نجیب ترکي تر څنګ شاهدالله بل هغه منډه جوړونکی دی چې په پنځه سیالیو کې يې ۶۱۰ منډې کړي او د نمرو په جدول کې يې دوهم ځای خپل کړی دی.
همدا شان د دې سیالیو د توپ اچوونکو په نوملړ کې بیا ظاهر خان چینه مین د ۳۰ وېکټو په اخیستو لومړی او ظهیر د ۲۹ لوبغاړو په سوځېدو دوهم ځای خپل کړی دی.
د احمدشاه ابدالي د کرکټ دغه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس سیالۍ نږدې یوه میاشت وړاندې د افغانستان د پنځه زونونو د لوبډلو ترمنځ په کابل، ننګرهار او کونړ کې پیل شوې دي.