د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۴

د روژې په رارسېدو د کابل په مارکېټونو کې نرخونه لوړ شوي


ارشیف، د کابل ښار د یوې څنډې انځور
ارشیف، د کابل ښار د یوې څنډې انځور

سږکال د روژې په رارسېدو سره د کابل ښار په مارکېټونو کې د خوراکي موادو نرخونه لوړ شوي دي.

د کابل ښار بېوزله اوسېدونکي وايي، د روژې په رارسېدو سره د کابل په مارکېتونو کې د خوراکي موادو بیې دومره لوړې شوي چې دوی يې د اخیستلو توان نه لري.

شل کلن روح الله چې د کابل ښار په باغ قاضي مارکېټ کې پر لاس ګاډي مزدوري کوي، ازادي راډیو ته وویل، په ورځ کې سل یونیم سل افغانۍ تر لاسه کوي، خو د خوراکي موادو د بیو د لوړېدو له امله نه شي کولای چې د ضرورت وړ مواد پرې واخلي.

ده وویل:

"هر څه ګران شوي، که اوړه دي، که غوړي او که بوره، کراچي وان او غریب سړی یې نه شي اخیستلي، زه په ورځ کې سل یونیم سل افغانۍ ګټم، هره ورځ یو من اوړه اخلم، کله ورته پیسې برابرې شي او کله نه."

ارشیف، د کابل ښار د یوې څنډې انځور
ارشیف، د کابل ښار د یوې څنډې انځور

د دغه ښار بل اوسېدونکی جاوید وايي، په نورو هېوادونو کې د روژې په میاشت کې مواد ارزانېږي، خو دلته ګرانېږي.

ده زیاته کړه:

"یوه بوجۍ اوړه ۱۴۵۰ افغانیو ته پورته شوې، پخوا په ۱۳۸۰ وه، غوړي له ۱۰۰۰تر ۱۰۵۰ پورته شوي، په نورو هېوادونو کې په دې میاشت کې بیې ټیټېږي، خو دلته لوړېږي، زه په ورځ کې درې سوه افغانۍ ګټم، خو وسه مې نه کېږي."

دوی له حکومته غواړي چې د بېوزلو اقتصادي ستونزې په پام کې ونیسي او په مارکېټونو کې د موادو بیې وڅاري.

د باغ قاضي هټۍ وال وايي، افغانستان یو وارداتي هېواد دی او د موادو د بیو لوړېدل د ګاونډیو هېوادونو په مارکېټونو پورې اړه لري.

دوی دا هم وايي، مواد له لویو واردوونکو په لوړو بیو اخلي او په ډېره لږه ګټه یې پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د متشبثینو د ټولنې مشر رحم الدین حاجي اغا تېره ورځ د خپلې ټولنې له خوا د یوې اعلامې په خپرولو سره له ټولو واردوونکو غوښتي چې د روژې په میاشت کې دې د خوراکي موادو بیې نه پورته کوي.

د افغانستان د متشبثینو د ټولنې مشر رحم الدین حاجي اغا
د افغانستان د متشبثینو د ټولنې مشر رحم الدین حاجي اغا

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت د وزارت نظر ولرو، خو اړیکې مو ورسره ټینګې نه شوې.

په دې اړه کابل ښاروالۍ وايي، د کابل ښار ټولو اصنافو ته یې جدي سپارښتنې کړي چې د موادو په پلورلو کې له عدالته کار واخلي.

د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له ټولو درنو پلورونکو جدي هیله کړې چې اسلامي ارشاداتو ته په پام د موادو په پلورلو کې له انصاف او عدالته کار واخلي"

دا لومړی کال او لومړۍ روژه نه ده چې د کابل ښار په مارکېټونو کې د خوراکي او داسې نورو موادو بیې لوړېږي، بلکې هرکال د روژې او اخترونو له راتګ سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې لوړېږي.

سره له دې چې حکومت د بیو د څار ژمنې کوي، خو خلک وايي چې دغه ژمنې هېڅ کله هم عملي شوې نه دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG