د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

صیقل: افغانستان اوسمهال د ملګرو ملتونو په سازمان کې غوره ځای نیولی


ارشیف، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل
ارشیف، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل وايي، افغانستان اوسمهال په دغه سازمان کې ښه او د پام وړ ځای لري.

دی وايي، افغانستان په دغه سازمان کې د غړیتوب په ټوله دوره کې رقابت نه دی کړی او کله به چې کومه رقابتي مسئله مطرح کېده، په شاتګ به یې کاوه.

محمود صیقل د یکشنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي او حقوقي مطالعاتو د مرکز له خوا په تنظیم شوي بحث کې وویل، په وروستیو کلونو کې د هڅو په نتیجه کې افغانستان اوسمهال د ملګرو ملتونو په سازمان کې غوره ځای نیولی دی.

ده وویل:

"په مجموع کې موږ ورو ورو دا شرایط برابر کړل چې افغانستان د یو ښه لوبغاړي په صفت بدل شي، نه دا چې د نورو تر سیوري لاندې ولیدل شي، زموږ د لوبې سطحه فوق العاده لوړه او مهمه شوې او فکري او تخصصي ذخیره مو په ملګرو ملتونو او د بهرنیو چارو په وزارت کې ډېره شوې ده."

ښاغلي صیقل د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب، د ترورېزم پر ضد د مبارزې د طرحې جوړول او د پلي کېدو لارې يي د ملګرو ملتونو په درېیمه کمېټه کې د افغانستان شاملېدل او لسګونه نور موارد شته چې ده ورته هڅې کړي دي.

ده همدارنګه د سولې د پروسې لپاره د دوستۍ د ګروپ جوړول بله هڅه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه ګروپ کولای شي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو طرحه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د جنګونو او وینې تویدو د مخنیوي په هدف جوړه او افغانستان د ۱۹۴۶ میلادي کال د نومبر په میاشت کې د دغه سازمان غړی شو.

د ملګرو ملتونو نښان
د ملګرو ملتونو نښان

دغه سازمان په لومړي سر کې ۵۳ غړي هېوادونه درلودل، خو اوس ۱۹۳ غړي لري او فلسطین یې ناظر غړی دی.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو پوهان وايي، د ملي یووالي حکومت غوره بهرنی سیاست لري او وتوانېد چې دغه هېواد د ملګرو ملتونو په سازمان کې لوړې سطحې ته ورسوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې صمیم صافي ازادي راډیو ته وویل:

"د ملي یووالي حکومت وتوانېد چې د بهرني سالم سیاست له امله چې په کنټرول کې یې دی او صیقل په کې هم ښه رول درلود، اوس افغانستان په پخواني وضعیت کې نه دی او مثبت لور ته روان دی."

ښاغلی صمیم وايي، افغانستان په وروستیو کلونو کې په سیمې او نړۍ کې غوره ځای موندلی او د دغو هڅو دوام کولای شي چې په سیمه او نړۍ کې د ده پر دریځ مثبت اثر وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG