د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۷

اروپایي ټولنې د ایران په اړه د امریکا په پرېکړه اندېښنه ښودلې

د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

اروپايي ټولنې په ټوله کې او بريتانیا، فرانسې او جرمني د ایران د اټمي موافقې په ځینو برخو کې د استنثا د ورکړل شویو مواردو د نه تمدیدولو له وجې د متحده ایالاتو د وروستۍ پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اروپايي ټولنې او د دې ټولنې درېیو غړو، بريتانیا، فرانسې او جرمني چې له ایران سره د اټمي موافقې د شپږو لاسلیکوونکو له ډلې دي، پرون په یو ګډ بیان کې وویل چې د امریکا هغې پرېکړې اندېښمن کړي چې نه غواړي د اټمي موافقې پر اساس پر ایران د بندیزونو ځینې موارد چې استثنا ګرځول شوي وو، تمدید کړي.

د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې له مخې چې امریکا، بريتانیا، فرانسه، روسیه، چین او جرمني یې لاسلیکوونکي وو، د اټمي پروګرام د محدودولو په بدل کې پر ایران د ځینو پخوانيو بندیزونو لېرې کېدل ومنل.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له دې موافقې څخه د امریکا وتل اعلان کړل او لېرې شوي بندیزونه یې بیا نافذ کړل، خو په دوو برخو کې یې استثنا ومنله.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

دا دوه موارد د اټمي وسلو د نه پراختیا په برخه کې وو.

اروپايي ټولنې په خپل بیان کې ویلي چې د اټمي پروګرام اړوند بندیزونو لېرې کول د ایران د اټمي موافقې مهمه برخه وه او زیاتوي چې دا پرېکړه نه یوازې له ایران سره پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو، بلکې د ایران د خلکو پر ژوند هم ناوړه اغېز کوي.

واشنګټن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په دوو برخو کې د ورکړل شوې استثنا مهلت نور نه تمدیدوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل، متحده ایالات به پر هر هغه هېواد بندیزونه ولګوي چې له ایران سره د طبیعي یورانیمو پر ځای د غني شویو یورانیمو معامله وکړي او یا د اټمي پروګرام د اړتیا وړ درنو اوبو په زېرمه کولو کې مرسته ورسره وکړي.

واشنګټن د ایران د ملکي اټمي پروګرام لپاره د استثنا د پنځو نورو مواردو مهلت د نوي ورځو لپاره تمدید کړ چې له مخې یې د بوشهر په اټمي مرکز، د فوردو د یورانیمو د غني کولو په تاسیساتو، د اراک په اټمي بټۍ او د تهران په تحقیقاتي ریکټر کې کار دوام کوي، خو امریکا خبرداری ورکړی چې پر هر هغه هېواد به هم بندیزونه ولګوي چې د بوشهر په تاسیساتو کې له اوسني یوه فعال ریکټر پرته په نورو فعالیتونو کې له ایران سره مرسته وکړي.

اروپايي هېوادونو په خپله اعلامیه کې د امریکا د هغې پرېکړې په اړه هم خپګان ښودلی چې د تېلو یو شمېر واردوونکو هېوادونو ته یې له ایرانه د تېلو د واردولو استثنا تمدید نه کړه.

امریکا تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د هند، ترکیې، جاپان او چین په ګډون اتو هېوادونو ته له ایرانه د تېلو د واردولو د استثنا شپږ میاشتنی مهلت نه تمدیدوي.

ټرمپ استدلال کوي چې ایران د اټمي تړون له مخې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي ځکه په سیمه کې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي او د بالستیک توغندیو ازموینو ته دوام ورکوي، خو تهران او د تړون نورو لاسلیکوونکو د ولسمشر ټرمپ له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG