د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

ارګ: اوربند ته هر وخت حاضر یوو، خو په دې شرط چې دوه اړخیز وي


د افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ
د افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، اوربند ته هر وخت حاضر یوو، په دې شرط چې دوه اړخیز وي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، که د خلیلزاد په توېټ کې د لیکلي مطلب او هدف د جګړې پاې ته رسول وي، افغان حکومت اوربند ته چمتو دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال عارف صمیم د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خلیلزاد د دې څرګندونو په اړه چې د ټولو لورو له خوا دې وسلې پر ځمکه کېښودل شي، وویل:

"که پر ځمکه د وسلو د کېښودلو منظور اوربند وي، حکومت ورته اماده دی، په دې صورت کې چې دوه اړخیزوي."

ښاغلي صمیم زیاته کړه، افغان ځواکونو وسلې د هېواد د دفاع او ساتنې لپاره پورته کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د سولې د مشورتي جرګې په وروستۍ ورځ ویلي وو چې دوه اړخیز اوربند او په افغانستان کې طالبانو ته د دفتر جوړلو ته چمتو دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یوه تازه ټوېټ کې لیکلي چې د ټولو اړخونو له خوا په ځمکه د وسلې کېښودل د سولې د هر بهیر پایله ده.

د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره د ټولو اړخونو پرېکړه دغې نتیجې ته د رسېدلو لپاره یو اړین ګام او اخلاقي مسؤلانه انتخاب دی او مونږ ورته چمتو یوو.

ظاهراً د ښاغلي خلیلزاد دا ټوېټ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه ټوېټ په ځواب کې دی چې د نوموړي د یو ورته ټوېټ په ځواب کې یې لیکلي، خلیلزاد دې له مونږ څخه د وسلې اېښودلو تمه نه کوي.

طالبانو د ښاغلي خلیلزاد د دغه تازه ټوېټ په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، په دې پړاو خبرو کې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هدف د یوه زماني جدول د جوړولو هوکړې ته نږدې شوي دي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر پوهان د ښاغلي خلیلزاد له دې خبرو بل شان اخیستنه کوي.

د چارو پوه باري عارض وايي:

د چارو افغان پوه باري عارض
د چارو افغان پوه باري عارض

"کومې خبرې چې خلیلزاد مطرح کړې، د فورم له پلوه ښې نه دي، ځکه د یوه لوري د تسلېمدو معنا ورکوي، خو د محتوا له پلوه د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره د فشار یوه وسیله ګڼل کېدای شي."

ښاغلی عارض ټینګار کوي چې دا خبرې په ټوله کې د مذاکراتو پروسې ته زیان نه رسوي او د اندېښنې وړ هم نه دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG