د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د ولسي جرګې نوي غړي د ادارې پلاوي د ټاکلو پر سر له ستونزو سره مخ دي


ارشیف، د افغانستان د پارلمان د غونډو د تالار یو انځور
ارشیف، د افغانستان د پارلمان د غونډو د تالار یو انځور

د ولسي جرګې نوي غړي د ادارې پلاوي د ټاکلو پر سر له ستونزو سره مخ دي.

د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنیني دورې په پیل سره یو شمېر وکیلان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون غږ کوي چې د جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره باید د کابل ولایت د انتخاباتو نتایج ژر تر ژره اعلان کړي.

دوی وايي، د کابل د انتخاباتو په نتایجو کې ځنډ د دوی کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

د جرګې یوې غړې فاطمې عزیز د شنبې د ورځې عمومي غونډه هم غیر قانوني او د کورنیو اصولو خلاف یاده کړه او ویې ویل:

"زما په اند زمونږ نننۍ جلسه د افغانستان اساسي قانون او د جرګې د کورنيو اصولو خلاف ده، ځکه لومړی باید مونږ اداري پلاوی وټاکو او د جرګې اجنډا هم د رئیسانو کمېټه انتخابوي، نو لومړی باید مونږ انتخابات وکړو."

په ورته وخت کې مهرداد افضلي وویل، د کابل وکیلان د ولسي جرګې یوه برخه ده او باید نتایج یې ژر تر ژره معلوم شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سيکانو او کوچیانو د حوزو په ګډون د ۳۲ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې، خو لاهم د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې نه‌ دي اعلان شوي.

د ولسي جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې، خو د کندهار ولایت انتخابات بیا په یوه اوونۍ ځنډ سره ترسره شول.

ټاکل شوې چې د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات له ولسمشریزو انتخاباتو سره یوځای ترسره شي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک بلل شوي چې ان له امله‌ یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخواني غړي څارنوالۍ ته معرفي او ممنوع‌ الخروج اعلان شول.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوې رهبري وايي، هڅه کوي چې ژر تر ژره د کابل د انتخاباتو نتایج هم اعلان کړي.

د دغه کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، کله چې هم د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا دا پایلې له دوی سره شریکې شي، اعلان به یې کړي.

ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو صندوقونه
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو صندوقونه

نوموړي وویل چې یاد کمېسیون په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي دي.

ده وویل:

"د شکایتونو کمېسیون خپلې څېړنې پیل کړي او هر څومره ژر چې د شکایتونو کمېسیون وتوانېږي چې شکایتونو ته رسېدنه پای ته ورسوي او مونږ ته ورستۍ نتیجه تأیید کړي، مونږ به په ډېر کم وخت کې دا نتایج اعلانوو."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د شکایتونو کمېسیون نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ملي شورا د اووه لسم دور په پرانیست غونډه کې په ولسي جرګه کې د کابل ولایت د استازو په نه شتون خواشیني ښودلې او تینګار یې کړی چې د انتخاباتي کمېسيونونو له خوا دې ژر د دغه ولایت د انتخاباتو نتایج اعلان شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG