د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

ځيني تحریموونکي: د سولې مشورتي لویې جرګې ښې پایلې نه درلودې


د سولې د مشورتي لویې جرګې یو انځور
د سولې د مشورتي لویې جرګې یو انځور

د سولې مشورتي لویې جرګې ځیني تحریموونکي وايي چې دغې جرګې ښې پایلې نه درلودې.

د سولې مشورتي لویې جرګې له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته د دغې جرګې تحریموونکي د جرګې پرېکړه لیک ته هیله مند نه دي.

د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند فریدون خوځون چې نوموړی هم د تحریموونکو په ډله کې و، د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په پرېکړه لیک کې ټول درج شوي بحثونه تکراري دي.

د نوموړي په وینا، باید دغه جرګه له طالبانو سره د سولې له توافق وروسته جوړه شوې وای.

د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند فریدون خوځون
د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند فریدون خوځون

ده وویل:

"ټول هغه بحثونه چې د لویې جرګې په پرېکړه لیک کې اعلان شول، د مصالحې د رهبرۍ شورا او د سیاستوالو په متعددو بحثونو کې پرې خبرې شوي، هېڅ څوک هم د سولې او اوربند مخالف نه دي، د لویې جرګې په پرېکړه لیک کې څه نوي نه وو، نو له همدې امله موږ ویلی شو چې ښه به وای چې لویه جرګه له طالبانو سره له توافق وروسته رابلل شوې وای."

د سولې مشورتي لویه جرګه د جمعې په ورځ د ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

په دغه پرېکړه لیک کې فوري اوربند، د بین الافغاني خبرو پيل، د زندانیانو تبادله، د امنیتي ځواکونو ساتنه او پياوړتیا او له افغانستان سره په همغږۍ او غور د بهرنیو ځواکونو وتل شامل دي.

له دې وروسته طالبانو د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې مشورتي لویه جرګه فرمایشي وبلله او د اوربند او له حکومت سره د مخامخ خبرو په ګډون یې د جرګې ټولې غوښتنې رد کړې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره د ۱۲ کاندیدانو په ګډون ځینو افغان سیاسي مشرانو د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړې وه.

په ورته وخت کې د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم وايي چې د جرګې پرېکړه لیک د سولې له اوسنۍ پروسې سره مرسته نه شي کولای.

د دغه ټیم ویاند قادرشاه ازادي راډيو ته وویل:

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټيم ویاند قادرشاه
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټيم ویاند قادرشاه

"دغې جرګې اصلاً اصلي ارزښت نه درلود، د دې لپاره چې مثبتې پایلې ولري، له بده مرغه هغه موارد وو چې نه یوازې د سولې او عتدال ټیم، بلکې ټول خلک یې غواړي او دلته یو ځل بیا تکرار شول، دومره لګښتونه او ښاریانو ته ستونزې او دا شان جرګه د پرتلې نه دي."

د جمهوري ریاست بل کاندید احمد ولي مسعود چې دی هم د جرګې له تحریموونکو څخه دی، وايي چې ولسمشر د سولې د جرګې له لارې غوښتل چې د سولې پروسه انحصار کړي.

له دې ټولو سره په خوا کې د ملګرو ملتونو سازمان او ناټو د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړه لیکه ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دغه جرګه به د اوربند ټینګښت او سولې ته زمينه برابره کړي او د افغانانو ژوند به وژغوري.

له دې سره په خوا کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې ګډنوالو ته ډاډ ورکړ چې د جرګې ټولې پرېکړې به عملي کوي او د ښه نیت له مخې یې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت ۱۷۵ طالب زندانیانو د ازادېدو اعلان وکړ.

ولسمشر غني دغه شان وویل چې دوه اړخیز اوربند او په افغانستان کې طالبانو ته د دفتر پرانيستلو ته هم چمتو دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG