د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

په غزې تراړه کې د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د تاوتریخوالي تازه څپه پورته شوې


ارشیف، د غزې پر تراړې د اسرائیلي هوایي ځواکونو د برید یو انځور
ارشیف، د غزې پر تراړې د اسرائیلي هوایي ځواکونو د برید یو انځور

په غزې تراړه کې د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د تاوتریخوالي تازه څپه پورته شوې ده.

د اسرائیل جنګي الوتکو د شنبې په ورځ پر غزې تراړې بیا بریدونه وکړل.

تر اوسه پورې د اسرائیل پوځ پر غزې د تازه برید د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو د فسلطینیانو روغتیايي سرچینو ویلي دي چې په نننۍ بمبارۍ کې یو فلسطینی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیل پوځ وايي، دا تازه هوايي برید يې د فلسطینیانو د حماس ډلې له خوا پر اسرائیلي سیمو د راکټي حملې په عکس العمل کې کړی دی.

د اسرائیل پوځي راډیو ویلي دي چې د شنبې په سهار له غزې تراړې شااوخوا پنځوس راکټونه د اسرائیل پر مختلفو سیمو لګېدلي چې کومه مرګ ژوبله يې نه ده پېښه کړې.

راپورنه وايي چې اسرائیلي الوتکو په دې تازه برید کې د حماس د راکټ توغولو دوه دستګاوې په نښه کړي دي.

ارشیف، د غزې پر تراړې د اسرائیلي ځواکونو د برید یو انځور
ارشیف، د غزې پر تراړې د اسرائیلي ځواکونو د برید یو انځور

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د اسرائیلي ځواکونو په یوه برید کې د حماس ډلې دوه وسله وال ووژل شول او یو بل فلسطینی بیا له اسرائیلي سرتېرو سره په اخ او ډب کې ووژل شو.

فلسطیني مقاماتو ویلي دي چې د غزې په هغو سیمو کې يې ښوونځي تخلیه کړي دي چې د اسرائیل د هوايي بریدونو له خطر سره مخامخ دي.

په غزې تراړه کې چې د حماس ډلې تر واک لاندې ده، د تېر کال له اپرېل میاشتې راهیسې هره جمعه زرګونه فلسطینیان د اسرائیل له خوا د غزې د کلابندۍ پر ضد مظاهرې کوي چې په زیاتو مواردو کې دا اعتراضونه په تاوتریخوالي بدلېږي.

فلسطیني روغتیايي سرچینو ویلي دي چې تر اوسه پورې په دې شخړو کې څه د پاسه دوه سوه فلسطینیان وژل شوي دي.

پر اسرائیلي سیمو د حماس ډلې په پرونیو ډزو کې دوه اسرائیلي سرتېري ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې مصري چارواکي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ يې د اوربند په لړزنده موافقه کې منځګړتوب کړی، هڅه کوي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي.

په غزه کې شااوخوا دوه ميلیونه فسلطینیان اوسېږي چې د اسرائیل د کلابندۍ له امله له سختو اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG