د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د افغانستان د کرکټ لوبډله له سکاټلنډ سره د کرکټ لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د همدې میلادي میاشتې په اتمه او لسمه نېټه به افغانستان له سکاټلنډ سره د کرکټ لوبه ولري.

د دغه بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان ۱۵ کسیزه کرکټ ملي لوبډله سکاټلنډ ته رسېدلې او هلته به دوه پنځوس اوریزې لوبې وکړي.

ده وویل:

"د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سکاټلنډ په لور روانه شوه، دغه لوبډله به لومړی په سکاټلنډ کې دوه پنځوس اوریزې لوبې وکړي، ورپسې به اېرلنډ ته لاړه شي او هلته به له هغه هېواد سره هم دوه ورته لوبې ولري، د دې لوبو ترڅنګ به افغان کرکټ ملي لوبډله په یادو هېوادونو کې تمرینات هم ولري."

ښاغلی هوتک وایي، له سکاټلنډ سره په لوبو کې به محمد نبي او راشد خان حضور ونه لري.

د نوموړي په خبره، له شپږ میاشتو راپدېخوا په بېلابېلو هېوادونو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو لپاره تمرینات کړي او په دغو دوو هېوادونو سکاټلنډ او اېرلنډ کې به هم د لوبو تر څنګ تمرینات هم وکړي.

XS
SM
MD
LG