د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

دفاع وزارت: داعش ته په کونړ کې درانه تلفات اوښتي


آرشیف: افغان ځواکونه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې Source: AFP
آرشیف: افغان ځواکونه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې Source: AFP

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کونړ ولایت کې د داعش ډلې پر وړاندې د پراخو عملیاتو د پیل خبره کوي.

که څه په کونړ ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې شته، خو اوس د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې افغان امنیتي هوایي ځواکونو د حملو په ترڅ کې دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد زبیر عارف د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د داعش پر تعلیمي مرکز د افغان امنیتي هوايي ځواکونو د دوو حملو په ترڅ کې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د دیګل سر سیمه کې د ازبکستاني او پاکستانیي وګړو په ګډون د دغې ډلې ۴۳ کسان وژل شوي دي.

ده وویل:

"افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هره شېبه هغوی څاري او هغوی ته اجازه نه ورکوي چې مرکز ونیسي، هر چېرې چې اوسي، ځپل کېږي، موږ د داعش پر وړاندې ورځني او ۲۴ ساعته عملیات لرو او موږ هڅه کوو چې هر چېرې چې د هغوی ډلې او مرکزونه وي، له منځه یوسو."

ښاغلي زبیر دا هم وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هم د داعش ډلې پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي چې هغوی ته درنه مرګ ژوبله واړوي.

د ښاغلي زبیر په خبره، اوس داعش ډلې پورې اړوند یو شمېر محدود کسان په اچین ولسوالۍ کې شته چې هغوی به هم وځپل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د داعش ډلې د فعالیتونو له امله ۳۰۰ کورنۍ د ننګرهار له شېرزادو او خوګیاڼو والسوالیو او شااوخوا ۳۰۰۰ نورې کورنۍ د کونړ ولایت له چپې درې ولسوالۍ بېځایه شوې وې.

په ورته وخت کې د کونړ ولایت د ولایتي شورا ځیني غړي او اوسېدونکي د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښمن دي.

​د کونړ د ولایتي شورا غړي حاجي ملک شېرزمین ازادي راډيو ته وویل، اوس داعش ډلې پورې اړوند کسان د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې فعالیت کوي.

ده زیاته کړه:

"که ونه ځپل شي، هغوی بیا سرتېري نیسي او له بهرنیو ترهګرو سره یو ځای کېږي چې په دې ترتیب د کونړ ولایت له جغرافیې په ګټې اخیستنې به د هغوی مرکزونه دلته جوړ کړي چې زموږ خلک یې په اړه اندېښمن دي."

د کونړ ولایت اوسېدونکي ګل رحمان او شمس د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې داسې بیانوي:

"په دې وروستیو کې داعش پورې اړوند کسانو په چپې درې ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه پیل کړي او د خلکو کورونه یې سوځولي دي او خلکو ته یې زیاتې ستونزې جوړې کړي دي."

"زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې د داعش د ځپلو لپاره په دغو سیمو کې خپل عملیات پراخ کړي چې د خلکو ژوند ارام شي."

داعش ډلې پورې اړوند کسانو پنځه کاله وړاندې د افغانستان ختیځ په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې خپل حرکتونه پیل کړل چې بیا وروسته د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې یې هم فعالیتونه تر سترګو شول.

راپور: فېروزه عزيزي

XS
SM
MD
LG