د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د تاوتریخوالي په راکمولو او پر ځمکه د وسلې په کېښودلو د خلیلزاد ټینګار


ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د ټولو اړخونو له خوا په ځمکه د وسلې کېښودل د سولې د هر بهیر پایله ده او د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره د ټولو اړخونو پرېکړه دغې نتیجې ته د رسېدلو لپاره یو اړین ګام او اخلاقي مسؤلانه انتخاب دی، مونږ چمتو یوو.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې تر دې د ښاغلي خلیلزاد د یوه ورته ټوېټ په ځواب کې لیکلي چې خلیلزاد دې له مونږ څخه د وسلې ایښودلو تمه نه کوي.

دا توېټونه په داسې حال کې دي چې د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ شپږم پړاو خبرې د تېرې چهارشنبې په ورځ پيل شوې او په قطر کې د طالبانو د دفتر د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دغه خبرې دوه ورځې نور هم دوام وکړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې دوی له امریکايي لوري سره په مذاکراتو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د زماني جدول پر سر د اختلافاتو له منځه وړلو او نورو مسایلو په سر موافقې ته نږدې شوي دي.

بل خوا د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر هم وايي چې د قطر د شپږم پړاو مذاکراتو په اجنډا کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان له خاورې د بل چا په ضد د کار نه اخیستلو موضوعات شامل وو چې پرمختګ په کې راغلی دی.

سید اکبر اغا ازادي راډیو ته وویل:

"زما د معلوماتو له مخې ځیني طالبان وايي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان له خاورې د بل چا په ضد د نه استفادې په برخه کې په خبرو کې پرمختګ شوی، دا چې څنګه او څومره شوی، په دې اړه دقیق اطلاعات نه لرم."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه وحید مژده چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو روان مذاکرات له نږدې څاري، وايي چې د خلیلزاد او طالبانو وروستي دریځ ته په کتو داسې ګمان نه کېږي چې په روانو مذاکراتو کې دې په اسانه پرمختګونه وشي.

د سیاسي چارو افغان شنونکی وحید مژده
د سیاسي چارو افغان شنونکی وحید مژده

ده زیاته کړه:

"زه ډېر باوري نه یم، داسې پرمختګونه شوي چې طالبان یې غواړي، طالبان غواړي چې په کم وخت کې دې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، که امریکایان چمتو وي، بیا ویلای شو چې پرمختګ شوی، خو خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې وسلې پرځمکه کېږدي، نو له دې معلومېږي چې د دواړو د خبرو ترمنځ اوس هم واټن شته."

طالب او امریکايي چارواکو د دغو خبرو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

خو د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سیدا اکبر اغا وايي، ټاکل شوې چې د امریکايي استازو او طالب پلاوي ترمنځ خبرې اووم پړاو ته ولاړې شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG