د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۱

عمر داوودزی: یو شمېر طالبانو د سولې مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی وو

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدا کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی
د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدا کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدا کمېسیون رئیس وايي چې د طالبانو یو شمېر کسانو په‌دغه جرګه کې ګډون کړی وو.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې۳۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی و، په هغه کې د طالبان د ډلې غړي هم و.

د دغې جرګې له پای ته رسېدو څو شېبې وروسته د جوړېدا کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزي کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبانو پورې اړوندو ځینو غړیو جرګه کې حضور درلود.

نوموړي وویل:

"د طالبانو استازي وو، دا چې په څه ډول وو؟ له کوم ځایه وو؟ په کومه کچه وو؟ دا به وروسته معلوم شي، په‌دغه جرګه کې استازي وو او دا نه وایم چې دوی د طالبانو رسمي شوراګانو او استازو په اجاز راغلي وو، خو د دوی د لیکو غړي وو."

خو دا چې ځینو خبریالانو له ښاغلي داوودزي نه په بیا وپوښتل چې د طالبانو استازي له کوم ځایه راغلي وو، نوموړي زیاته کړه دغه کسان د ځینو ولسوالیو استازي وو.

ښاغلي داوودزي زیاته کړه چې په لویه جرګه کې ګډون کوونکي طالبان د کوټې او قطر شوراګانو استازي نه وو، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د دوی استازو ګډون نه‌و کړی.

دغې ډلې همداشان په یوه اعلامیه کې ویلي دغه جرګه د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب نه‌شي کولای.

ښاغلی داوودزی داسې مهال په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو د ګډون خبره کوي چې د نوموړي په وینا دغې جرګې ته یې طالبان نه وو، دعوت کړي.

بل پلو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات وايي، وسله‌والو طالبانو غوښتل چې د مشورتي لویې جرګې امنیت خراب کړي.

خوشحال سادات چې له ښاغلي داوودزي سره یې په ګډ کنفرانس کې ګډون کړی و، زیاته کړه چې ۱۰۲ تنه چې ګمان کېده د مشورتي لویې جرګې امنیت خراب کړي، نیول شوي دي.

آرشیف، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات
آرشیف، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"موږ وکولای شول ۳۲ عملیاتونه ترسره کړو. په‌دې عملیاتو کې د شپې او ورځې عملیاتونه شامل وو، د طالبانو په مقابل کې، داعش او نور تُندلارو اسلامي ډلو چې غوښتل یې دا جرګه ګډه وډه کړي، په عملیاتو کې یو شمېر یې نیول شوي دي."

امنیتي بنسټونو د لویې جرګې د امینت لپاره شدید امنیتي تدابیر نیولي وو.

که څه هم دا تدابیر د خلکو له نیوکو سره مخ شول او ان د یوه نوي زیږدلي ماشوم په مړینه تمام شو، خو د لویې جرګې کمېسیون په‌دې اړه له خلکو بخښنه وغوښته.

راپور: رحمت الله افغان

This item is part of
XS
SM
MD
LG