د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

ترکیه: سمدستي نه‌شو کولای د اړتیا وړ تېلو لپاره متبادله لاره ومومو


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو په یوه خبري غونډه کې, December 16, 2018
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو په یوه خبري غونډه کې, December 16, 2018

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو وايي، ترکیه نه شي کولای په دومره لنډ وخت کې د اړتیا وړ تېلو د واردولو لپاره نوې لارې پیدا کړي.

ترکیې چې په دودیز ډول یې له ایرانه په کال کې یو میلیون بېرله تېل واردول، په تېره یوکال کې هڅه وکړه چې له دې هېواده د اومو تیلو پر وارداتو اتکا تر ډېره کمه کړي، خو ترکي چارواکي وايي چې د اومو تېلو تصفیه خانې یې د نورو هېوادونو د تېلو د پروسس لپاره نه‌دي جوړې.

چاووش اوغلو پرون پنجشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ترکیه له بل هېواده د تېلو د واردلو لپاره باید د خپلو تصفیه خانو ټکنالوژي نوې کړي.

د نوموړي په وینا دا په‌دې معنا ده چې د ترکیې تصفیه خانې د څه مودې لپاره باید بندې وي او طبعاً دا لګښت لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې متحدایالاتو نړیوالو پېردونکو ته خبرداری ورکړ چې که له ایرانه د تېلو واردول بند نه‌کړي، نو د امریکا له بندیزونو سره به مخامخ شي.

واشنګټن د ترکیې، هند او چین په ګډون هغو اتو هېوادونو ته چې له ایرانه د تېلو د پېرودلو په برخه کې د امریکا له بندیزونو مستثنا شوي وو، شپږ میاشتې مهلت ورکړی و چې خپل د اړتیا وړ تېل له بل ځایه وپېري کنه نور به نو له بندیزونو څخه استثنا نه ورکول کېږي.

واشنګټن دې هېوادونو ته ویلي چې د خپلو اړتیا وړ تېلو لپاره نور بازارونه ومومي او په خلیج کې خپلو متحدانو- سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته یې وویل چې د تېلو په نړیوالو بازارونو کې د ایران د صادراتو د کمېدو له وجې د تقاضا د زیاتېدو په صورت کې خپل د تېلو صادرات زیات کړي،څو د تیلو د بیو د لوړېدو مخه ونیول شي.

ترکیه او چین یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم له ایرانه د تېلو د واردلو پر اړتیا ټینګار کوي، خو نورو هېوادونو لکه هند، جاپان او جنوبي کوریا ویلي دي چې د امریکا غوښتنه به ومني.

متحدایالاتو ویلي دي چې غواړي د ایران د تېلو صادرات صفر ته راکم کړي، څو هغو اقداماتو له کبله چې واشنګټن یې په سیمه کې ورانکار فعالیتونه بولي پر تهران فشارونه زیات کړي. په‌دې فعالیتونو کې د ایران اټمي پروګرام چې امریکا وايي، هدف یې د اټمي وسلو جوړول دي هم شامل دی خو تهران دا ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG