د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

افغان ځواکونو فراه کې سل زره کیلو ګرامه نشه‌يي او کېمیاوي مواد نیولي او سوځولي


ارشیف، په هلمند کې نیول شوي نشه يي توکي سوځول شوي وو, 02 November 2017.
ارشیف، په هلمند کې نیول شوي نشه يي توکي سوځول شوي وو, 02 November 2017.

افغان ځواکونو په فراه ولایت کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې سل زره کیلو ګرامه نشه‌يي او کېمیاوي مواد نیولي او سوځولي دي.

د ملي پوځ ځواکونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د ځانګړې قطعې په همکارۍ او بهرنیو ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ اړوند د اشکن په سیمه کې د نشه‌يي موادو پر یوه فابریکه او زیرمه عملیات کړي چې په نتیجه کې یې سل زره کیلو ګرامه نشه يي او کېمیاوي مواد نیولي او وروسته سوځولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند قیس منګل ازادي راډیو وویل چې دا عملیات د افغان امنيتي ځواکونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د عملیاتي پلان په چوکاټ کې ترسره او په نتیجه کې یې ډېر کېمیاوي مواد چې د هیروئینو په تولید کې کارېدله له منځه وړي دي.

نوموړی وايي:

"د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې یو لک کیلو ګرامه نشه‌يي او کېمیاوي مواد له منځه وړي دي. د يادونې وړ ده چې دا نشه‌يي مواد د طالبانو مالي سرچینه وه. د دې موادو په کشف کې د بهرنیو ځواکونو تر مرستې وروسته ملي پوځ پر دې سيمه ځمکني او هوايي بريد وکړ. زموږ معلومات ثابتوي چې دا مواد د طالبانو وو."

د دې عملیاتو په نتیجه کې ۳۵۰ کیلو ګرامه هیروئین، ۴۰۰ کیلو ګرامه تریاک، ۱۲۵۰۰کیلو ګرامه نوشادر، ۱۳ کیلو ګرامه چرس، یو کیلو ګرام شیشه، ۹۰۰ کیلو ګرامه کاربن ۲۷۰۰ لېټره تېزاب او څو لېټره نور کېمیاوي مواد تر نیولو وروسته وسوځول شول.

د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې داخلي او بهرنیو ځواکونو د نشه‌يي موادو د تولید پر کارخانو باندې ګډ عملیات وکړل چې د روان میلادي کال په لومړیو کې بهرنیو ځواکونو خپل هوايي بریدونه ودرول، خو په کشفي او استخباراتي برخو کې اوس هم له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

د افغانستان په نقشه کې د فراه ولایت
د افغانستان په نقشه کې د فراه ولایت

په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازی ګل احمد اعظمي وايي: د فراه ولایت په ټولو ناامنه سیمو کې کوکنار کرل کېږي چې هیروئین تر پروسس وروسته د نړیوالو مافیايي ډلو په واسطه اروپا ته قاچاق کېږي.

دی وايي:

"په فراه ولایت کې کوکنار ډېر کرل کېږي، په تېره بيا په ناامنو سيمو کې ډېر دی. د نشه‌يي موادو ډېره ګټه هغو قاچاق کوونکو ته رسېږي چې د نشه‌يي موادو له نړیوالو شبکو سره اړېکې لري. دا نشه‌يي مواد له فراه څخه د ایران او ترکیې له لارو اروپا ته رسېږي. زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې د نشه‌يي موادو پر کارخانو باندې د عملیاتو پر مهال احتیاط وکړي چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي."

دا مهال په بکوا، ګلستان، خاک سفید، پشت رود او بالابلوک ولسوالیو کې کوکنار کرل کېږي او د دې ولسوالیو په ډېرو برخو کې د هیروئینو د تولید کارخانې اوس هم فعالیت کوي.

ددې راپور غږیزه بڼه دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG