د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۶

د مشورتي لوېې جرګې ډیری کمېټو خپل کارونه پای ته رسولي

د مشورتي لوېې جرګې یوه کمېټه. May 01 2019
د مشورتي لوېې جرګې یوه کمېټه. May 01 2019

د مشورتي لوېې جرګې اکثرو کمېټو د جرګې د درېیمې ورځې تر پایه خپل بحثونه پای ته ورسول.

خبریالانو د چهارشنبې په ورځ د جرګې په درېیمه ورځ، د ماسپښین درې نیمې بجې د جرګې سیمې ته د ننوتلو اجازه وموندله.

پخوا تردې د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو کمېسیون ویلي و چې د جرګې هره کمېټه د ۷۰ او ۸۰ ترمنځ غړي لري، خو دلته چې مو څو کمېټې وکتلې، په‌دغو کمېټو کې ان ۲۵ غړي هم نه‌وو.

د دغې جرګې یو ګډون‌وال حبیب الله وايي، د خبریالانو له راتګه دمخه د کمېټې غړیو خپل کارونه پای ته رسولي او ډېری له دې ځایه تللی دي.

نوموړي وویل:

"نږدې ۵۰ - ۶۰ غړي وو، له غرمې مخکې ډوډۍ خوړلو لپاره لاړل، او په پام کې وه چې دوه بجې بيرته راشي او دا چې یو لړکارونه مو بشپړ شوي، دوستان مو بهر ووتل."

د ټاکل شوي مهالویش له مخې په پام کې وه د جرګې په دريیمه ورځ د کميټو کارونه پاې ته ورسېږي، خو د جرګې د اداري پلاوي په ټاکلو کې د ځنډ له له امله، ډېری کمېټو خپل کارونه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسول.

په پام کې ده چې دغه کاري کمېټې د خپلو بحثونو نتیجې سبا اداري پلاوي ته وسپاري.

د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئيس محمد عمر داوودزي ویلي چې امکان لري دا جرګه تر جمعې ورځې پورې دوام وکړي.

دغه جرګه طالبانو سره د مذاکراتو او سولې په خاطرد دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون پرانېستل شوه.

په‌دغه جرګه کې د ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د کډوالو له ۳۲۰۰استازو څخه جوړه شوه.

د طالبانو د مالي منابعو بندېدل، د سولې د مذاکراتو دمخه اوربند، سولې ته د طالبانو راماتول او وروستیو ۱۸کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب د جرګې په کمېټو کې د بحثونو عمده ټکي وو.

د مشورتي لوېې جرګې یوه کمېټه. May 01 2019
د مشورتي لوېې جرګې یوه کمېټه. May 01 2019

د لویې جرګې د اتمې کمېټې یوه غړې فوزیه سلیمي ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ په کمېټه کې د ښځو په هغه لاسته راوړنو تاکید شوی چې په دوو لسیزو کې د تعلیم په برخه کې، د بیان د ازادۍ په برخه کې او د ډموکراسۍ په برخه کې یې تر لاسه کړي وو. پر اوربند مو هم تاکید وکړ چې په پیل کې باید اوربند وشي او وروسته دې د سولې خبرې پیل شي."

دا چې مېرمنو په‌دغه جرګه کې ۳۰سلنه ونډه درلوده، ۱۳مه کمېټه یې هم پر غاړه وه او همدارنګه په نور ۲۸ کمېټو کې ښځې د منشي په توګه ټاکل شوې وې.

د شپږمې کمېټې رئیسې سمن نوري ازادي راډیو ته وویل، په‌دې کمېټه کې مېرمنې فعاله ونډه لري.

نوموړې وویل:

"ما خپله چې د کمېټو له غړو سره کار کړی ډېره راضي وم، خپله او د ملګرو په اړه په مېړانه او ډاډ سره وایم چې موږ له دې پروسې چې ښه پرمخ ځي راضي یو."

د ملي یووالي حکومت د یوه هوکړه‌لیک پر اساس جوړ شوی او لویه جرګه ولسمشر غني چې د ځواک یو شریک دی جوړه کړې او بل‌خوا عبدالله عبدالله چې د ځواک بله برخه ده دا جرګه یې تحریم کړې ده.

پوښتنه دلته مطرح کېږي چې:

  • د لویې جرګې پایلې به د ملي یووالي حکومت دې دوو شریکانو ته د منلو وړ وي؟

د دې جرګې د کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی وايي، هیله من دی چې ښاغلی عبدالله عبدالله دې ته په پام چې د جرګې پایله د خلکو له نظریاتو اخیستل شوې، ومني.

رآپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG