د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۳۶

سرچینه: ولسمشر غني قطر ته د صلاح‌الدین رباني د سفر مخه نیولې


ارشیف، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني, 25 April 2019
ارشیف، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني, 25 April 2019

په افغان حکومت کې یوې باوري سرچینې چې نه‎یې غوښتل نوم‎یې واخېستل شي ازادي راډیو ته ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته د بهرنیو چارو د وزیر صلاح‌الدین رباني د سفر مخه نیولې ده.

سرچینه وايي، ټاکل شوې وه چې ښاغلی رباني د تېرې میلادي میاشتې په ۲۹مه نېټه د اسیايي هېوادونو په یوه ناسته کې د ګډون په هدف چې نن ترسره کېده، دوحې ته ولاړ شي.

د سرچینې په حواله ښاغلي رباني د دغه سفر په ترڅ کې د قطر د امیر تر څنګ د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدنه درلوده.

قطر ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر مخه د افغان ولسمشر له‎خوا داسې مهال نیول کېږي چې په دوحه کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پیل شوي دي.

خو د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي ازادي رآډیو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG