له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو د ټاکلو په هدف د سولې مشورتي لویه جرګه نن په کابل کې پرانیستل شوه.
ولسمشر غني او د جرګې ګډونوال تر یوې خیمې لاندې راټول شوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په لارو چارو خبرې وکړي.
ښاغلي غني د سولې مشورتي لویه جرګه د خپلو سیاسي مخالفانو او په حکومت کې دننه د سوله غوښتونکو له مخالفتونو سره هممهاله جوړه کړې ده.
افغان ولسمشر د سولې د مشورتي جرګې د پرانیستې مراسمو ته وویل چې د سولې د مشورتي لویې جرګې هدف د سولې لپاره د چوکاټ او حدودو ټاکل دي.
ښاغلي غني دغهشان وویل چې د افغانستان د سولې د مشورتي جرګې غړي یوازې د شپږو میاشتو لپاره د افغانستان مسیر نه، بلکې دی هیلهمند دی چې دغه جرګه د راتلونکې یوې پېړۍ لپاره دا مسیر وټاکي.
ده وویل:
"ولې مشورتي لویه جرګه؟ ځکه چې له طالبانو سره د سولې چوکاټ او حدود وټاکو، تاسې د ملت منتخب استازي دا حدود ټاکئ، نه عالي رتبه دولتي مأمورین، له دې امله چې سوله تعریف شي او ورته د رسېدلو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شي، د افغانستان جمهوریت به د خلکو د نظریاتو په رڼا کې د سولې تګلاره جوړه او بشپړه کړي او هڅه به وکړي چې ټولې دولتي سرچینې او امکاناتیې د عملي کولو لپاره وکاروي."
د سولې په مشورتي جرګه کې د افغانستان له ټولو ولایتونو او دغهشان په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په ګډون ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی دی.
ټاکل شوې چې دا جرګه څلور ورځې یعنې تر راروانې پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي.
د جرګې ګډون کوونکي به په ۵۱ کمېټو کې تر بحثونو او ګروپي کارونو وروسته له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو په اړه خپلې مشورې او نظریات له حکومت او د جرګې په وروستۍ ورځ به پایلې په یوه پرېکړهلیک کې له خلکو سره شریکې شي.
په دغه جرګه کې د ښځو شمېر ۳۰ سلنه دی او ولسمشر غني وايي، تمه لري چې دوی په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.
ښاغلي غني به خپلو نننیو خبرو کې پاکستان هم مخاطب کړ او ویېویل چې افغانستان له بېسارو او انعطاف وړ طرحو په ښودلو سره په وار وار ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته مراجعه کړې.
د ښاغلي غني په وینا، کابل په څو ځلې اسلاماباد ته دا ویلي چې له جګړو او تاوترخوالي هېڅ لوری ګټه نهکوي.
نوموړي زیاته کړه:
"افغانان ستاسې ښه دوستان کېدلای شي، خو هېڅکله به هم چاسره نا برابرې اړیکې ونهپالي، هر څه ته حاضر یوو، خو د خپل اقتدار او خپلواکۍ قربانۍ ته نه، که غواړئ موږ سره ملګرتیا ولرئ او په وړاندې مو کوم ګواښ نهوي، موږ په خدمت کې یوو، خو که غواړئ چې د نرم جنګ او تاوتریخوالي له لارې موږ بېخاصیته کړئ، دا کار امکان نهلري."
د سولې مشورتي لویه جرګه په داسې حال جوړېږي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د راروانو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ۱۲ کاندیدانو دا جرګه غیر قانوني بللې او تحریم کړې یې ده.
یو شمېر دغو سیاسي څېرو ویلي چې د مشورتي لویې جرګې یو هدف د ولسمشر لهخوا انتخاباتي کمپاین دی.
خو ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو نننیو څرګندونو کې د دوی دا خبرې هم بېځوابه پرې نښودې او ویېویل:
"زه په هغوی چې نهدي راغلي خبرې نهکوم، تاسې قضاوت وکړئ، د جګړې بار بېوزله خلک په اوږو وړي، نه سیاسي نخبهګان، زه دلته کمپاین ته نهیم راغلی، که کمپاین مې غوښت، نوم مې ورته لویه جرګه نهکېښود."
د سولې مشورتي لویه جرګه یوازې د ښاغلي غني په خبرو نهخلاصه کېږي.
نوموړي جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف د دغې جرګې د رئیس په توګه وټاکه.
ښاغلی سیاف د مشورتي لویې جرګې پایلو ته هیلهمند دی او وايي، سوله راتلونکې ده.
ده وویل:
"موږ د پخلاینې پر لور ځو، سوله به حتمي راولو، که څوک غواړي که نه، سوله به راولو، په دې کې احتیاط هم کوو چې خدای مهکړه په ناپوهۍ یا د تېروتنې له امله زموږ قدم د ملک د وېشلو لامل ونهګرځي او زموږ ملي یووالی او ملي حاکمیت اغېزمن نهکړي."
د جرګې ګډون کوونکي په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو د ټاکلو لپاره سره راټول شوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په اړه د سیمې او نړۍ په کچه هڅې تېزې شوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو هم پیل شي.
افغان ولسمشر د سولې مشورتي جرګې ته په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو جګړه مشروعیت نهلري او باید ختمه شي.
مخکې تر دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، تمه لري چې سږنی کال د سولې کال وي.
راپور: اجمل تورمان