د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د کرکټ افغان ملي ټیم له جنوبي افریقا هېواد ته راستون شو


ارشیف، د کرکټ افغان ملي لوبډلې غړي
ارشیف، د کرکټ افغان ملي لوبډلې غړي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په جنوبي افریقا کې د تمریناتي سیالیو له ترسره کولو وروسته هېواد ته راستون شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د هېواد د کرکټ دغه ډله ۲۴ ورځې په جنوبي افریقا کې په تمریناتو بوخته وه.

ده وویل:

"د افغانستان د کرکټ ټیم خپل تمریناتي کمپ پای ته ورساوه، نن هېواد ته راستون شو او ډېر ژر به د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره اروپا ته لاړ شي."

ده وویل، افغان کرکټ ټیم په جنوبي افریقا کې په یوې سیالۍ کې د کاناډا ټیم ته ماته ورکړه او په دوو نورو تمریناتي سیالیو کې چې د جنوبي افریقا له امیرجنګ له ټیم سره یې لرلې، یوه یې وګټله او یوه یې بایلوده.

ده وویل، د افغانستان د کرکټ ټیم ښه تیاری لري او هیله یې وښوده چې دغه ټیم به په نړیوالو سیالیو کې ښه وځلېږي.

XS
SM
MD
LG