د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۸

په کندهار کې د فوټبال یوه اکاډمي پرانیستل شوه

په کندهار ولایت کې د فوټبال یوه اکاډمي پرانیستل شوه.

د کندهار ولایت د ورزشي ادارې سرپرست مدیر اغا نن ازادي راډیو ته وویل، د دغې اکاډمۍ کار پیل شو او د علاقمندانو جذبولو ته چمتو ده.

ده زیاته کړه:

"موږ په کندهار ولایت کې له څو کلونو وروسته وتوانېدو چې د لومړي ځل لپاره د فوټبال اکاډمي پرانیزو، وروسته له دې به په کندهار کې فوټبال ته مکتبي بڼه ورکړو."

ده وویل، اوسمهال په دغه اکاډمۍ کې ۷۵ ورزشکاران په تمرین بوخت دي.

د ښاغلي مدیراغا په خبره، د دغې اکاډمۍ د جوړېدو پروسه به درې کاله ونیسي.

ده دا هم وویل، په دغه ولایت کې به یو ورزشي جمنازیوم هم جوړ شي چې د بنسټ ډبره یې په دې وروستیو کې کېښودل شوې او کارونه به یې په ۱۸۰ ورځو کې بشپړ شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG