د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د کابل اوسېدونکي: د لارو بندښت له ستونزو سره مخ کړي یو


د افغانستان د پلازمېنې کابل یو انځور/ Source: Jawad Jalali (EPA-EFE)
د افغانستان د پلازمېنې کابل یو انځور/ Source: Jawad Jalali (EPA-EFE)

په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې ته د ورغلو لارو بندښت د لوېدیځ زون اوسېدونکي له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل په لوېدیځ کې د میرویس میدان (کوټه سنګي) سيمې یو اوسېدونکی چې غواړي خپل ناروغ ماشوم روغتون انتقال کړي، وايي چې له دوه ساعته انتظار وروسته لاهم امنیتي ځواکونو ورته د تلو اجازه نه‌ده ورکړې.

ده وویل:

"زوی مې ناروغ دی، امنیتي ځواکونه اجازه نه‌ورکوي چې خپل ماشوم زوی مې روغتون ته انتقال کړم، که څه هم د جرګې سیمه مشخصه ده، نو ولې یې دا لار تړلې؟"

دا یوازې هاشم نه‌دی چې له دې ستونزې شکایت کوي، بلکې یو شمېر نور د پاخه عمر کسان چې د شکر له ناروغۍ رنځ وړي او د تلو توان نه‌لري، هم ورته شکایت لري.

د دوی له ډلې یو تن وویل:

“ناروغ یم، همدا اوس مې وینه معاینه کړه، شکر ناروغي لرم، د پلي تګ توان نه‌لرم، پښې مې درد کوي او څوک راته اجازه نه‌راکوي چې په موټر کې لاړ شم."

دا شکایتونه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ یو ناروغ ماشوم د شدیدو امنیتي تدابیرو له امله په وخت روغتون ته ونه‌رسېد او مړ شو.

د دغه ماشوم پلار ازادي راډيو ته وویل، کله چې غوښتل‌یې خپل ماشوم زوی روغتون ته انتقال کړي، امنیتي ځواکونو کابل امبولانس ته اجازه ورنه‌کړه او ماشوم‌یې ساه ورکړه.

آرشیف/ افغان پولیس په کابل ښار کې د ګزمې په حال کې/ Source: AFP
آرشیف/ افغان پولیس په کابل ښار کې د ګزمې په حال کې/ Source: AFP

د کابل په لوېدیځه برخه کې د جرګې سیمې ته نږدې خلک څو ځایه پلټل کېږي او امنیتي ځواکونه‌یې په جدي ډول څاري.

په داسې حال کې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ رسماً پرانیستل شوه، خو دغې جرګې ته ان د جمعې له ورځې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د جرګې تر پایه یعنې څلور ورځې به دوام وکړي.

دغو ناروغ لرونکو له کابل امبولانسه استفاده نه‌ده کړې، بلکې غواړي چې د شخصي وسایطو په وسیله ناروغان انتقال کړي.

په داسې حال کې چې د کابل امبولانس مسؤلین وايي، د دوی کار کوونکي او امبولانسونه ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې دي او د کابل اوسېدونکي کولای شي چې د اړتیا پر مهال ورسره اړیکه ونیسي.

د کابل امبولانس رئیس ډاکتر محمد عالم عاصم ازادي ارډيو ته وویل:

"له دې پرته چې د لویې جرګې سیمه تر پوښښ لاندې لرو، په نورو سیمو کې هم موږ امبولانسونه توظیف کړي او تېره شپه ۵۳ ناروغان د کابل امبولانس له لارې روغتونونو ته انتقال شوي دي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې کابل ښاریان د شدیدو امنیتي تدابیرو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، بلکې تر دې وړاندې په کراتو کراتو ورته شکایتونه مطرح شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG