لویه جرګه، چېرته چې د هېواد د لویو ستونزو د حل په خاطر پرېکړې کېږي.
کابل یو وار بیا د همداسې یوې لويې مشورتي جرګې کوربه دی چې هدفيې د تېرې ۴۰ کلنې جګړې پای ته د حل لارو موندل دی.
د دې جرګې د جوړېدو کمېسیون ویلي، په جرګه کې ۳۲۰۰ زره کسان برخه لري چې ۳۰ سلنهيې مېرمنې دي.
دا په تېرو شااوخوا ۱۸ کلونو کې شپږمه جرګه ده چې د هېواد د مشرانو د ټاکلو، اساسي قانون تصویب، بهرنۍ نړۍ سره د اوږد مهاله اړیکو د جوړولو او داسې نورو سیاسي او ټولنیزو مسایلو په تړاو جوړېږي.
په ۲۰۰۲ میلادي کال کې اضطراري لويه جرګه چې حامد کرزی يې د افغانستان د انتقالي ادارې مشر وټاکه.
یو شمېر سیاسي کارپوهان باور لري چې د اضطراري لويې جرګې په پایله کې کابل یو وار بیا له نړۍ سره په سیاسي او ډیپلوماتیک ډول وتړل شو.
د راپورونو پر اساس پهدې لویه جرګه کې ۱۶۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.
له دې وروسته په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په افغانستان کې د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه جوړه شوه چې نږدې ۵۰۰ کسانيې برخهوال وو.
یو شمېر قانون پوهان د دغې جرګې جوړېدل ځکه د افغانستان لپاره مهم بولي چې له لارې يې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لپاره اساسي قانون تصویب شو.
له ډلې يې ګلالرحمن قاضي ازادي راډيو ته وویل:
"پهدې لویه جرګه کې د افغانستان اساسي قانون تصویب شو، د افغانستان د خلکو په ارادهيې یو نظام معرفي کړو چې وروسته ترې درې واړو قضائیه، مقننه او اجرائیه قوو په کار پیل وکړو."
خو ځیني کسان باور لري چې له دې دوه جرګو وروسته د نورو جوړو شویو جرګو پایلې ښې نهوې.
صفیه صدیقي چې د سولې د مشورتي لويې جرګې غړې او د امنیتي تړون د جرګې ویاند وه، ازادي راډيو ته وویل چې تر ډېره دغو جرګو مشورتي بڼه لرله، خو پرېکړې يې چا ونهمنلې.
مېرمن صدیقي زیاتوي:
"اضطراري او د اساسي قانون د تصویب لويې جرګې د هغه جرګو له ډلې وې چې پرېکړې يې د تطبیق وړ وې، له دې وروسته ټولې جرګې تشریفاتي او پرېکړې يې یوازې تر مشورې محدودې شوې او حکومت هم څهيې چې په ګټه وو ترې استفاده وکړه او څهيې چې په ګټه نهوو کثافتدانۍ تهيې وغورځلې."
له دې وروسته په کال ۱۳۸۸ لمریز کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې ګډه جرګه چې تر ډېرهيې هدف له طالبانو سره د سولې د خبرو د هڅو پیلول او په هېواد کې د امنیت ټینګول وو.
همدا شان له دې یو کال وروسته په ۱۳۸۹ لمریز کې پهدې هېواد کې د سولې لویه مشورتي لویه جرګه جوړه شوه چې په نتیجه کې يې د افغانستان د سولې عالي شورا رامنځته شوه.
یو شمېر کارپوهان وايي، د دغو دوو جرګو پرېکړې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوې او څنګه چې تمه کېدله د دوی په خبره هومره د پام وړ لاسته راوړنې یې نهدرلودې.
له ډلې يې د ننګرهار پوهنتون استاد شیر حسن کمالزي ازادي راډيو ته وویل:
"د امن په نامه چې له پاکستان سره کومه جرګه جوړه شوه، ډېره ناکامه وه، همداسې د کرزي صاحب په وخت کې د امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لویه جرګه چې پرېکړهيې خپله کرزي صاحب هم ونهمنله."
په ۲۰۱۱ میلادي کال کې بیا له امریکا سره د امنیتي تړون لویه جرګه جوړه شوه چې څو ورځې يې دوام وکړ، خو په ظاهرهيې نتیجه ان د وخت د ولسمشر حامد کرزي له لوري ونهمنل شوه.
په افغانستان کې لويه او دودیزه جرګه د ملي مسایلو د څېړلو او ستونزو ته د حل لارو ښه سرچینه او د ولسي نظر او پرېکړو شریکول بلل کېږي.
پهدې هېواد کې د تاریخ په اوږدو کې د ستونزو پر مهال لويې جرګې جوړې شوي او ستونزو ته پهکې حل لارې لټول شوې دي.
د تاریخپوهانو په وینا جرګه په افغانستان کې کلونه تاریخي قدامت لري چې یوازې د ۲۰مې پېړۍ په اوږدو کې پهدې هېواد کې شااوخوا ۲۰ لويې جرګې جوړې شوي چې د افغانستان د ډېرو مهمو سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو په اړهيې پرېکړې کړې دي.
خو دا چې د سولې اوسنۍ مشورتي لویه جرګه به مثبتې پایلې ولري کهنه؟ د ننګرهار پوهنتون د معاصر تاریخ استاد شیر حسن کمالزی وايي، که پرېکړې يې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نهشي هیله شته چې ښې نتیجې ورکړي.
راپور: اکرامالله اکرام