د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون وايي، د دغې جرګې د دایرېدو لپاره ټولې تیاریانې نیول شوي دي.
د سولې د مشورتې لویې جرګې ګډونوال کابل ته را رسېدلي او شمېر یې ۲۸۵۰ ته رسېږي.
د دغې جرګې د دایرېدو د کمېسیون د دارالانشاء مرستیال نجیب امین د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د دغو ګډون کوونکو ۳۰ فیصده ښځې دي.
ښاغلي امین وویل:
"په دوی کې ۶۹۸ ښځې دي چې څه باندې ۵۳۰ یې له ولاتیونو راغلي دي، د مشورتې لویې جرګې فضا په وړوکي افغانستان بدله شوې ده."
مشورتي لویه جرګه به څلور ورځې یعنې د دوشنبې له ورځې تر پنجشنبې پورې دوام وکړي.
د دغې جرګې د دارالانشاء د کمېسیون د پالېسۍ مرستیالې ناهید سرابي وویل، که څه هم د دغې جرګې جوړېدو ته وخت کم و، خو بیا هم وتوانېدل چې لازم تدابیر ورته ونیسي.
سرابې وايي، په دغه جرګه کې به د ځوانانو، کوچیانو، معلولینو، مدني ټولنې، رسنیو، هندوانو او د ټولنې د ټولو قشرونو استازي ګډون وکړي.
سرابي وویل، په دغه جرګه کې به د سولې په اړه په دوو موضوعاتو بحثونه وشي.
دې وویل:
"موږ به پر دوو موضوعاتو پحثونه وکړو، سولې ته د لاسرسي په څرنګوالي او له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه، دا دوه اجنډاوې دي چې په مشورتي لویه جرګه کې به پرې بحث وشي، د جرګې ټول غړي به په ګروپونو ووېشل شي."
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست دولسو کاندیدانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دغه جرګه کې د نه ګډون خبره کړې ده.
خو د مشورتي لویې جرګې د دالانشاء د کمېسیون د انسجام او همغږۍ مرستیال شعیب رحیم وویل، د دغو څېرو نه ګډون به د مشورتي لویې جرګې پر نتایجو اثر ونه کړي او د خلکو استازي به په کې خپله اراده وښيي.
راپور: خان محمد سیند