د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

زیلینسکي: پوتین دې د اوکراینیانو په غولولو وخت نه ضایع کوي


د اوکراین منتخب ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین منتخب ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراینیانو ته د روسیې د تابعیت ورکولو د پروسې د اسانه کېدو خبر ورکړ، د اوکراین منتخب ولسمشر وایي، پوتین دې د اوکراینیانو په غولولو وخت نه ضایع کوي.

د اوکراین منتخب ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي، اوکراینیان په دې پوه دي چې د روسیې تابعیت په څه معنی، یعنې دا حق چې دوی به د سوله ییزو مظاهرو په خاطر نیول کېږي او د رقابت پر اساساتو ولاړ د ازادو انتخاباتو د ترسره کولو حق به نه لري.

زیلینسکي پرون شنبه په خپله فېسبوک پاڼه کې د روسیې تابعیت ته په اشاره ویلي چې دا هغه حق دی چې اساساً نور ټول حقونه او ازادۍ له پامه غورځوي.

د اوکراین منتخب ولسمشر زیلینسکي چې د ټلویزیون یو مشهور کمیډین و او د اپرېل په ۲۱مه د ولسمشرۍ په دوهم دور انتخاباتو کې یې مخکني ولسمشر پټرو پروشینکو ته د رأیو په ډېر توپیر ماته ورکړه، دغه راز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په خطاب کې ویلي چې خپل وخت دې د اوکراینیانو په غولولو نه ضایع کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

زیلینسکي ویلي، اوکراین له روسیې سره توپیر لري، د هغه په وینا دا یو حقیقت دی چې موږ اوکراینیان په خپل هېواد کې د بیان ازادي لرو، د رسنیو او انټرنټ ازادي لرو.

زیلینسکي دغه راز وویل، اوکراینیان ازاد وګړي دي او په خپل ازاد هېواد کې اوسي او دوی باید د پوځي او اقتصادي فشارونو په ژبه ونه ګواښل شي.

خو زیلینسکي دا هم وویل چې دی له روسیې سره خبرو اترو ته تیار دی.

هغه زیاته کړه چې یوازې په هغه صورت کې له روسیې سره اړیکې بېرته عملاً عادي کیدای شي چې د ده په وینا، پر دونباس او کریمیا په حقیقت کې اشغال پای ته ورسېږي.

له دونباس څخه د زیلینسکي اشاره د اوکراین ختیځ د دونیڅک او لوهانسک سیمو ته ده چې ډېرې برخې یې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو ترکنټرول لاندې دي.

د اوکراین کریمیا ټاپووزمه هم روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره ملحق کړې ده.

د اوکراین په ختیځ کې په شخړو کې شااوخوا ۱۳ زره کسان وژل شوي او د مینسک د سولې له موافقې او اوربند سره سره په سیمه کې شخړې روانې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اپرېل په ۲۴مه یو فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس یې هغو کسانو ته د روسیې تابعیت ورکول اسانه کوي چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسي.

د پوتین پر دغه اقدام د کییف پر انتقاد سربېره په کییف کې د امریکا سفارت انتقاد کړی، هغه یې مسخره او بې ثباته کوونکی یاد کړی دی.

یو شمېر لوېدیځو هېوادونو هم د پوتین پر دغه اقدام انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG