د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د ولسمشریزو انتخاباتو ۱۲ انتخاباتي ټیمونو د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه


آرشیف، د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د ۱۲ کاندیدانو انځور
آرشیف، د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د ۱۲ کاندیدانو انځور

د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره دولسو انتخاباتي ټیمونو د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه.

د محمد حنیف اتمر، محمد شهاب حکیمي، نور رحمان لېوال، عنایت الله حفیظ، ابراهیم الکوزي، حکیم تورسن، فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، شیدا محمد ابدالي، احمد ولي مسعود، نورالحق علومي او د رحمت الله نبیل انتخاباتي ټیمونو اعلان وکړ چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې د دغو انتخاباتي ټیمونو له خوا خپره شوه، راغلي چې د سولې لویه مشورتي جرګه چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه جوړېږي، هدف یې انتخاباتي کمپاین دی.

دوی په دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې د داشان جرګې جوړول د سولې له هڅو سره په ټکر کې دي.

د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندید محمد حنیف اتمر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني د یکشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې مشورتي لویه جرګه باید د سولې د هڅو په لومړیو کې جوړه شوې وای او یا هم باید داسې مهال جوړه شي چې د دغو هڅو پایلې روښانه شي.

د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندید محمد حنیف اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني
د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندید محمد حنیف اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني

ده وویل:

"د جرګې اجنډا او بحثونو ته په تمه یوو، په داسې حال کې چې پرېکړې د خلکو د ګتې خلاف او د دوی د غوښتنو خلاف او سبوتاژولو لپاره وي، بیا به د دولسو انتخاباتي ټکټونو او سیاسي ګوندونو له خوا د افغانستان د خلکو د لویې جرګې جوړول وي، بیا به دوی د خلکو غږ په یوې لویې غونډه کې اعلان کړي."

د یادو دولسو انتخاباتي ټیمونو تر څنګ یو شمېر سیاسي څېرې لکه د پیوند ملي ګوند مشر سید منصور نادري، د اقتصاد پخواني وزیر ستار مراد او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم له تحریموونکو سره یوځای شول.

مخکې له دې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د حرب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه جرګه تحریم کړې وه.

خو د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون مسؤلان وايي چې د یو شمېر محدودو څېرو له خوا د دغې جرګې تحریم به د جرګې په مشروعیت اغېز ونه کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال ضیاالحق امرخېل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې له تحریموونکو سره خبرې روانې دي.

ټاکل شوې چې دا جرګه د شااوخوا درې زرو کسانو په ګډون د دوشنبې په ورځ د ثور د میاشتې په نهمه په کابل کې جوړه شي.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د مجاهدینو د بریا د ورځې د ۲۷مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړول یوه اړتیا ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

دی زیاتوي:

"سبا به له خیره په تفصیل سره په مشورتي لویه جرګه کې خبرې وکړو، اړتیا دا ده چې د ټول افغانستان نه یې واورو چې د جګړې قیمت څه دی او د سولې هیله څه ډول مدیریت شي، مونږ د جرګو هېواد یوو، مونږ د مشورو هېواد یوو او سرتاسري مشورو ته اړتیا لرو، سوله په یوه ورځ نه ترلاسه کېږي."

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون رئیس محمد عمر داودزي رسنیو ته ویلي چې هره لویه جرګه خپل مخالفین او پلویان لري او دوی هڅه کوي چې د یادې جرګې مخالفین هم په جرګه کې د ګډون لپاره وهڅوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وايي، سوله راتلونکې ده او د ټینګښت لپاره یې ټولیزه اراده او پرېکړه موجوده ده.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG