د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د ۶ بچو مور برښنا څادري پرسر د کونړ له ناړۍ کابل ته د سولې په تمه راغلې


ارشیف، یوه افغانه مېرمن, 20 June 201
ارشیف، یوه افغانه مېرمن, 20 June 201

د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ښځو ګډون رنګين دی.

په دوی کې یوه هم برښنا ده چې د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ راغلې ده.

د شپږو بچو مور برښنا څادري پر سر د کونړ له لېرې پرتې ولسوالۍ ناړۍ کابل ته راغلې، څو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.

نوموړې وايي، یوازینۍ هېله یې دا ده چې په وطن کې سوله او امن راشي:

"له جګړې او وینې توئیدو ستړي یو، میندې کونډې شوې، ماشومان یتیمانان شول، نور بس دی موږ د سولې تږې یو، یوازینۍ هېله مې همدا ده چې سوله راشي."

برښنا وايي، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې به یې یوازینۍ هېله له وسله‌والو طالبانو دا وي چې اوربند وکړي او له جګړې لاس واخلي:

"له طالبانو به سوله وغواړو او عرض به وکړو چې نور له جګړې لاس واخلي، څو افغانان د ارامۍ ساه واخلي ،بس دی ډېرې وینې تویې شوې، نوره جګړه نه غواړو، طالبانو ته به عذر وکړو چې راشي د ورورولۍ لاس ورکړي."

۴۰ کلنه برښنا زیاتوي، د جګړې له امله یې هره ورځ د سېمې ځوانان وژل کېږي:

"داسې ورځ به نه‌وي چې دوه درې شهیدان د کندز، کندهار نه کونړ ته را نه شي، ډېرې ښځې کونډې شولې، ډېر ماشومان یتیمانان شول، ټول خلک همدا دعا کوي چې وطن کې امن راشي، نوره وېنه توئیه نه‌شي، نورې خویندې کونډې نه‌شي"

برښنا ته له بچو او کورنۍ لېرې‌توب او کابل ته راتګ به ستونزمن وي، خو دا وايي، د سولې په لار کې هرې قربانۍ ته تیاره ده:

"د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تیاره یم، د کور او د بچو د لېرې والي درد ځکه راته ستونزمن نه‌دی چې د سولې لپاره راغلې یم."

د سولې په‌دغه مشورتي لویه جرګه کې به د ۳۰ به شاوخوا ۲۵۰۰ کسان ګډون وکړي چې ۳۰ سلنه په‌کې د ښځو ونډه ښودل شوې ده.

دغې جرګې ته د افغانستان د ولایتونو پر استازو سربېره، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو استازي هم را بلل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ د ثور په نهمه د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې جوړه شي او دغې جرګې ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG