د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

مکنزي: امریکا په خلیج کې د ایران د خطرناکو اقداماتو د مخنیوي لازم امکانات لري


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مکنزي
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مکنزي

د امریکا د پوځ یو جګپوړی قوماندان وایي، لازم امکانات لري چې په خلیج کې د ایران د خطرناکو اقداماتو مخه ونیسي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مکنزي وایي، په خلیج کې د ایران د هر ډول خطرناکو اقداماتو د مخنیوي لپاره لازم امکانات لري.

مکنزي دغه څرګندونې پرون شنبه د سیمې د سفر په ترڅ کې له سکای نیوز اربیه ټلویزیون سره په مرکه کې کړي.

هغه وویل، امریکا به په خلیج کې د خپلو متحدانو په همکارۍ د ایران پر ضد ګډه جبهه جوړه کړي.

ده همداراز وویل چې په سیمه کې له خپلو شریکانو او دوستانو سره تماسونو ته دوام ورکوي، ترڅو دا یقیني کړي چې د ایران د ګواښ په وړاندې به په ګډه درېږي.

کینټ مکنزي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ دنده د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې له جنرال جوزف ووټل څخه ترلاسه کړې ده.

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون له امریکایي فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې یو شمېر چارواکي او په منځني ختیځ کې یې ځیني متحدان غواړي چې امریکا له ایران سره په جنګ واچوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ظریف په خبره، هغوی چې غواړي له ایران سره کړکېچ زیات کړي، د ولسمشر د ادارې د ملي امنیت سلاکار جان بولټن، اسرائیل، سعودي عربستان او متحده عربي امارات دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، دوی ټول غواړي چې د امریکا پښه له ایران سره جنګ ته را کاږي، خو دی باور نه کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ دې دا شی غواړي.

د ظریف په وینا، دی په دې باور دی چې ټرمپ د انتخاباتي کمپیان پر ژمنې چې امریکا به په بله جګړه کې نه ښکېلوي، ولاړ دی.

له ۲۰۱۷ کال راهیسې له کله چې ډونالد ټرمپ واک ته رسېدلی، امریکا پر ایران سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

کله چې ټرمپ د تېر ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د متحدو ایالتونو د وتلو اعلان وکړ، تهران یې تورن کړ چې اټمي وسلو ته په پراختیا ورکولو او په سیمه کې د افراطي ډلو له خوا د شخړو په ملاتړ سره یې د دغه تړون له روحیې سرغړونه کړې ده، هغه تور چې تهران رد کړی دی.

متحدو ایالاتو د روانې اپرېل میاشتې په لومړیو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د یوه بهرني تروېستي سازمان په توګه ونوماوه.

د ټرمپ اداره پر ایران د زیاتو اقتصادي فشارونو په ترڅ کې غواړي چې د نړۍ بازارونو ته د ایران د تېلو صادرات چې د دې هېواد د عوایدو یوه عمده سرچینه ده، صفر ته ورسوي.

ټرمپ هغو هېوادونو ته چې له ایرانه تېل پیري، هم ګواښ کړی چې که د تېلو اخیستل ونه ودروي، د امریکا له بندیزونو سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG