د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

د هرات د فوټبال په غوره لیک کې صرافانو لوبډلې استقلال ته ماته ورکړه


آرشیف،
آرشیف،

د هرات ولایت ورزشي مسؤلین وايي، د فوټبال د غوره لیګ سیالیو د درېیمې اوونۍ په وروستۍ لوبه کې د صرافانو لوبډلې استقلال لوبډلې ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړه.

د دغه لیګ مسؤل نجیب الله نوروزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د غورلیګ څلورمه اوونۍ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پیلېږي.

ده وویل:

"څلورمه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ارش او اتفاق ټیمونو، د پجنشنبې په ورځ سرخ پوشان له انصاري سره، د جمعې په ورځ ډېره حساسه لوبه د صرفانو لوبډله له اټک انرژۍ او د شنبې په ورځ استقلال له پامیر سره د لوبې ډګر ته ځي."

ښاغلی نوروزي وايي چې د دغه لیګ وروستۍ لوبه له روژې مبارکې میاشتې وروسته ترسره کېږي.

د نجیب الله نورزي په خبره، دغه لوبه د غوره لوبغاړو د پېژندلو لپاره ترسره کېږي.

دغه لوبې د حمل د میاشتې په ۲۰مه د هرات ولایت د فوټبال په لوبغالي کې پيل شوې دي.

XS
SM
MD
LG