د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د عمران لمر کورنۍ له ولسمشره غواړي چې نوموړی د ښې درملنې لپاره بهر ته ولېږي


په ننګرهار کې ټپي شوی سیمه ییز خبریال عمران لمر
په ننګرهار کې ټپي شوی سیمه ییز خبریال عمران لمر

په ننګرهار کې د ټپي شوي سیمه ییز خبریال خپل خپلوان او همکاران له حکومته په ځانګړې توګه له ولسمشره غواړي چې نوموړی د ښې درملنې لپاره بهر ته ولېږي.

د نوموړي ورور اسدالله هدایت له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې د لمر قضیه په بشپړ او په بې پرې ډول وڅېړل شي.

ده وویل:

"له حکومته غواړو چې د دې پېښې په اړه کره او هر اړخیزه پلټنه وکړي، د پېښې عاملین ونیسي او قانون ورباندې پلی کړي."

عمران لمر چې د مزل په نوم له یوې سیمه ییزې راډیو سره یې د خبریال په توګه کار کاوه، د تېرې پنجشنبې په ورځ درې نیمې بجې په دغه ولایت کې هغه مهال د نامعلومو وسله والو په برید کې سخت ټپي شو چې له دفتره د کور په لور روان و.

نوموړي په سر او سینه مرمۍ خوړلي، که څه هم روغتیايي وضعیت یې اوس یو څه ښه دی، خو د مزل راډیو د نشراتو مسؤل وايي چې یوه سترګه یې د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ ده.

هارون هلال له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته په ځانګړې توګه له ولسمشره وغوښتل چې نوموړی د سمې درملنې لپاره بهر ته واستوي.

دی زیاتوي:

"له حکومت په ځانګړې توګه له ولسمشره مو غوښتنه دا ده چې د عمران لمر ژوند ته دې خاص پام وکړي، ډاکتران یې د سترګې په اړه ډاډمن نه دي، د دې لپاره چې سترګه یې بچ شي، باید د زیاتې درملنې لپاره بهر ته ولېږل شي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم را واخلو، خو بریالي نه شو.

بل خوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل، کله چې یو کس د درملنې لپاره بهر ته استول کېږي، ځیني کاري پرسیجرونو ته اړتیا وي چې دا وخت نیسي.

دی وایي:

"د ننګرهار له سیمه ییزو امنیتي چارواکو غوښتل شوي چې د دغې پېښې عوامل وڅېړي او په اړه یې جدي اجرات وکړي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره په جریان کې ده، که بهر ته د درملنې لپاره استوال کېږي، یو ډول دولتي پرسیجرونه دي چې هغه باید طی شي."

د عمران لمر خپلوان وايي چې دوی له چا سره شخصي دښمني نه لري.

خو د ننګرهار د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر رحمت الله زیارمل وايي چې د ننګرهار خبریالانو ته د وسله والو مخالفانو، اقتصادي مافیا او ځینو دولتي چارواکو له لوري چې په فساد کې ښکېل دي، خطر متوجې دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG