د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

خلیلزاد: روسیه او چین د افغانستان د بحران په حل کې مهم رول لوبولای شي


آرشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
آرشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، روسیه او چین د افغانستان د بحران په حل کې مهم رول لوبولای شي.

خلیلزاد پرون د اپرېل په شپږویشتمه په مسکو کې په دې اړه د افغانستان لپاره د روسیې او چین له استازو خبرې کړې دي.

هغوی په مسکو کې د درې اړخیزې غونډې په پای کې یو ګډ بیان خپور کړی چې له طالبانو غوښتنه په کې شوې چې ژر د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرې پیل کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي ویلي واشنګټن تمه لري چې روسیه او چین به د افغانستان د سولې له پروسې سره په مرسته کې مهم رول ولوبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مسکو کې د پرونۍ درې اړخيزې غونډې هدف د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې اجماع رامنځته کول و.

زلمي خلیلزاد پرون تر غونډې وروسته، د روسیې له خبري اژانس انټرفکس سره په مرکه کې د افغانستان د سولې په اړه د درېیو هېوادونو ناسته مهمه بللې ده.

خلیلزاد په مسکو کې انټرفکس ته ویلي:

"موږ هیله لرو چې روسیه به له خپل نفوذه کار واخلي او په هغو مواردو کې به چې خبرې ورباندې وشوې، لکه د تشدد کمېدل، د ترورېزم پرضد د مبارزې میکانیزمونه او ضمانتونه، تر موافقې وروسته د افغانستان وضعیت او بین الافغاني خبرې او ډیالوګ او د لارې د یوې نقشې جوړولو کې به مرسته وکړي."

په مسکو کې د درې اړخیزې غونډې د اعلامیې متن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپور شوی دی.

د امریکا، چین او روسیې استازو له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانستان له لوري له یوه پلاوي سره چې د حکومت استازي هم په کې وي، مذاکرې پيل کړي.

په دې ګډه اعلامیه کې پر وسله والو طالبانو غږ شوی چې ژرترژره د اوربند موافقه وکړي.

خلیلزاد د تېرې یکشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په تړاو رسمي دوره پیل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هغه دا سفر به د مې میاشتې تر یولسمې دوام وکړي.

خلیلزاد به کابل او دوحې ته هم ولاړ شي.

د واشنګټن په وینا، خلیلزاد به بیا هم د افغانستان د حکومت له غړو، د افغانانو له استازو او همدا راز د طالبانو له سیاسي دفتر سره د روغې جوړې لپاره د مذاکرو پر امکان خبرې وکړي.

خلیلزاد په داسې حال کې سیمې ته سفر پیل کړی چې کابل به د سولې د مشورتي لویې جرګې کوربه وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د رپوټونو پر اساس، ولسمشر محمد اشرف غني دوه نیم زره قومي مشران، دیني عالمان او د خلکو استازي د سولې په اړه مشورتي لویې جرګې ته را بللي دي.

د سولې مشورتي لویه جرګه به د دوشنبې په ورځ پیل شي او څلور ورځې به یو ازې پردې چې له طالبانو سره په کومو شرایطو او څرنګه سوله کېدلای شي، خبرې وکړي.

دا لا نه ده څرګنده چې خلیلزاد به د سولې په مشورتي لویه جرګه کې برخه اخلي که نه.

اشرف غني پرون د نوې ولسي جرګې پر غړو غږ وکړ چې له طالبانو سره د سولې لپاره په روانه پروسه کې ګډون وکړي.

د ولسي جرګې غړي به هم د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG